افغانستان

طالبانو د غور پسابند کې امنيتي پوستې نيولې دي

وسله والو طالبانو تېره شپه د غور پسابند ولسوالۍ کې پر امنيتي پوستو بريدونو کړي، چې د سيمې د خلکو په وينا څو پوستې يې نيولې دي.

د غور د امنيه قوماندانۍ امنيتي امر محمد زمان عظيمی د طالبانو د بريدنو پخلی کړی او زياته کړې يې ده، چې دواړو لورويو ته په کې تلفات اوښتي دي، خو کره شمېره يې نه په گوته کړه.

وسله والو طالبانو هم د دغو بريدونو د پخلي تر څنگ ادعا کړې، چې گڼې پوستې يې له امنيتي ځواکونو نيولې دي.

د پسابند اوسېدونکي وايي، د دواړو لوريو تر منځ درنې نښتې لا هم روانې دي او له سپکو او درنو وسلو په کې کار اخيستل کېږي. هغوی تاييدوي، چې طالبانو تېره شپه څو پوستې له امنيتي ځواکونو نيولې دي.

Tags

ورته مطالب

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي.

Back to top button