افغانستانخبرونهسلايډ

طالبانو د «طلوع ټلویزیون» پر موټر د برید مسوولیت ومانه

طالبانو د یوې خبرپاڼې په خپرولو سره د موبي گروپ (طلوع نیوز، لمر او طلوع ټلویزیونونو او ارمان راډیو) د کارکوونکو د لېږد پر موټر د برید مسوولیت ومانه.

دغه برید چې د چارشنبې په ماښام د دارالامان پر واټ ترسره شو، د موبي گروب اووه تنه کارکوونکي وژل شوي او تر پنځلسو ډېر ټپیان دي. ناتایید شوي راپورونه وايي چې په وژل شوو کې د طلوع نیوز خبریاله، شکیلا ابراهیم خیل هم شامله ده.

طالبانو په خپله خبرپاڼه کې طلوع ټلویزیون «استخباراتي دستگاه» گڼلې او د برید لامل یې «له اسلام سره دښمني، په افغاني فرهنگ ملنډې او د کندز ښاریانو ته سپکاوی » گڼلی.

کله چې وسله والو طالبانو تېر سپټمبر کې د کندوز ښار ونیو، طلوع نیوز په یوه راپور کې تور پورې کړی و چې گواکې طالب جنگیالیو د پوهنتون د ښځینه زده کړیالو پر شپه غالي ننوتي او پر نجونو یې جنسي برید کړی.

طالبانو په خبرپاڼه کې ویلي چې «طلوع ټلویزون باید له افغانانو، د اسلامي امارت له مجاهدینو او د کندوز له ښاریانو بښنه وغواړي». طالبانو گواښ کړی، که طلوع نیوز خپلو ورته کړنو ته دوام ورکړي «دا به وروستی برید نه وي».

Tags

ورته مطالب

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي.

Back to top button