افغانستانسلايډ

طالبانو د جوزجان پينځو ولسواليو کې پراخ بريدونه کړي

راپورونه ښيي، چې وسله والو طالبانو د جوزجان پينځو ولسواليو کې پر امنيتي پوستو پراخ بريدونه کړي دي.

د جوزجان چارواکو ويلي، چې د دې ولايت قوش تپه ولسوالۍ کې طالبانو د ولسوالۍ د نيولو په موخه درانه بريدونه کړي. د جوزجان د والي وياند محمد رضا غفوري بي بي سي سره خبرو کې ويلي، چې طالبانو دوه ورځې وړاندې د دې ولسوالۍ د نيولو لپاره پراخ بريدونه پيل کړل، خو تر دې دمه د ولسوالۍ په نيولو نه دي توانېدلي.

نوموړي زياته کړې ده، چې اوس هم د امنيتي ځواکونو او طالبانو تر منځ درنې نښتې روانې دي او امنيتي ځواکونه تر اوسه د ولسوالۍ له مرکزه په دفاع کولو توانېدلي دي.

د هغه په وينا له فارياب او سرپله هم طالبانو دغو نښتو کې د گډون لپاره ورغلي دي.

طالبانو قوش تپه کې د څو پوستو د نيولو خبر ورکړی او ادعا يې کړې، چې پنځه تنه د ملي اردو عسکر يې وژلي دي.

د جوزجان د والي وياند همدا راز وايي، طالبانو د فيض اباد ولسوالۍ په بالا مرديان، د مرديان ولسوالۍ په جنگل اريغ، د خانقاه ولسوالۍ په بيش کپه او د اقچه ولسوالۍ په قريه سرخ کلي کې هم جگړې کړې دي.

نوموړی وايي، طالبان له دغو سيمو هم په شا تنبول شوي دي او د جگړو پر مهال يې يوولس تنه وژل شوي او شاو خوا شل نور ټپيان دي.

سرچينه وايي، دغو نښتو کې د مرديان ولسوالۍ د امنيت مدير هم له خپلو درې همکارانو سره وژل شوی دی.

د يادونې ده، چې د دولت وسله والو مخالفينو نن د هلمند خانشين ولسوالۍ هم په بشپړ ډول له دولته نيولې ده.

Tags

ورته مطالب

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي.

Back to top button