افغانستانسلايډ

طالبانو د بغلان د گڼو ښوونځيو نصاب کې بدلون راوستی

وسله والو طالبانو د بغلان د هغو ولسواليو د گڼو ښوونځيو په نصاب کې بدلون راوستی، چې د دوی شتون په کې پراخ دی او دولت په اسانه هلته تگ راتگ نه شي کولی. د راپورونو پر اساس د بغلان ډنډ غوري او دهنه غوري هغه ولسوالۍ دي چې طالبانو يې ښوونيز نصاب کې بدلون راوستی دی او د ځینو مضمونونو پر ځای يې ځينې نور ځای کړي دي.

د دهنه غوري د يوه ښوونځي مدير عزت الله معرفت سلام وطندار سره خبرو کې څرگنده کړې ده. چې طالبانو د يادو سيمو ښوونځيو کې د فرهنگ او سياحت مضمونونه لرې کړي دي او پر ځای يې د ديني ښوونې مضامين راوړي دي. د ښاغلي معرفت په وينا طالبانو د دغو مضمونونو د ښوونې لپاره ديني عالمان هم گمارلي دي.

د بغلان د ولايتي شورا غړي بسم الله عطاش د دې خبرو پخلی کړی او رسنيو ته يې ويلي، چې طالبانو پخوا هم په ډنډغوري کې د ښوونځيو له نصابه ځينې مضمونونه لرې کړي وو. د هغه په وېنا دې ډلې هر ښوونځي ته جلا د سوبتيا کتاب جوړ کړی او د ډنډ غوري او دهنه غوري ولسواليو د زده‌کړې بهير له نږدې څاري.

د بغلان د ښوونې او روزنې مسوولينو او په خپله طالبانو لا په دې اړه څه نه دي ويلي.

دا په داسې حال کې ده، چې د لوگر د ښوونې او روزنې رياست وياند شاه پور عرب رسنيو ته ويلي، چې طالبانو د دې ولايت د مرکز په گډون څلورو ولسواليو کې د فرهنگ او ځينو نورو مضمونو پر ځای ديني مضامين شامل کړي دي.

Tags

ورته مطالب

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي.

Back to top button