پاموړ

صوات / صفیه حلیم

تر شلمې ميلادي پېړۍ هم په سرکاري اسنادو او مراسلو کې د سوات نوم په “صوات” ليکل کيدو. د دې خپلواکه رياست سرکاري ژبه پښتو وه او په هرې درې کې ميشت قام معلوم و. د عنوان الدين کاکا خيل په نوم يو شاعر دغه منظوم تاريخ ليکلې دی. د اوسني ياګانو په ځای، د ټايپ لپاره د هغه وخت د زير، زبر، پيش ( زور زېر) کارول شوي دي چې په پښتو املا کې کاريدل.

حال د ملک صوات
ابيات د عنوان الدين کاکاخيل
واقعه ۱۸ مارچ سنه ۱۸۸۲ عيسوي

راشه واوره دا بيان
چه ټول صوات شی درعيان
سراسر پرې ګرځيدلی
ما په خپلَ دی ليدلی
د يوسف دی دا اولاد
اکوزي باندی شی ياد
يوه دره ده سراسر
سيند په منځ کښِ برابر
په شمال تر خوازوزی دیِ
په جنوب ترِ بائزی دیِ
بائزی ډيری تپی دیِ
سراسر سره پرتی دیِ
رانړي زیِ دیِ په مغرب
اله ډنډ کښِ دیِ غالب
دغه ځای د خانئ کور دی
د کاچو د اولاد زور دی
په تانړه کښ دیِ خان خيل
د حمزا اولاد بيل بيل
بيا کوټه کښ موسی خيل
بری کوټ کښ اباخيل
بيا اکا معروف ياديږیِ
منګه وره کښ ستائيږیِ
پوری غاړی نيکیِ خيل
نيګ ولی پوری بيل بيل
شموزیِ بيا ادين زیِ
چکدرو پوری ورزیِ
دا په کوز صوات شو مشهور
برابر کوم مذکور
بيا راپوری دی چارباغ
هم په څنګ کښ ګلی باغ
متوړيزو باندیِ ياديږیِ
که باور دِ په ما کيږیِ
بيا د پاسه عزیِ خيل دیِ
بيا په پورته جنګیِ خيل دیِ
تر خونه جانو لنګره
دا تپه شوه برابره
بيا په پورې غاړه روره
شاميزي پراته دي ګوره
ترې نه کوزه بيا څو کلیِ
دسی بوجنی دی شاغلي
چه دوئ ډېر دیِ زوره ور
د جنګريز په کار اکثرَ
نيګ ولی پوری دی غونډ
هارنوئ په غاړه بندَ
چه ياديږی په بر صوات
په کښِ نشته کم و زيات
ده د صوات دره ديرش کروهَ
سراسر که شی پرې پوهَ
په نهائ دری څلور
کروه ده په ښه سرور
سراسر ملک دی آبی
بعضِ بعضِ بارانی
وريژی شولی هر قسمه
صوات کښِ واخسته زمه
هم جوار او هم غنم
ماش او مونګ ورسره سم
په کښِ نشته دی اوربشی
له اوربشو خمبې تشی
ده صوات زمکه ده زرخيزه
خو مخلوق ئی دی درويزه
دوئ مدام کوی ويشونه
يو د بل سره جنګونه
څکه ښه نه اباديږیِ
چه سيلونه په کښ کيږیِ
که محکوم وی د انګريز
په جهان به وهَ زرخيز
هم د صوات وطن دی يخ
هميشه وم په کښ خوښ
اوبه صافی هم سړی دیِ
چه جاری وی هم رنړی ویِ
په کښ ونی د چنار
په ولو باندی قطار
هم په غرونو کی نختر
لوی لوی شته دیِ برابر
د موری د ايلم غرونه
دیِ ساړه کوه سيلونه
چه په اوړی په کښ اور
ضرورت وی کور په کور
زمستان د پيښور
تابستان د ايلم غر
هم په صوات کښ سراسر
آبادی شته سم په غر
آبادی عمارتونَ
هم پخته پخته ځايونَ
شته په صوات کښ قديمی
چه بُتان تری خلق مومی
چه په صوات کښ وُه فقير
ما ليدلی په څير څير
ډير هوښيار وُه هم عابد
دنيا دار وُه هم زاهد
دی فقير نه وُه غنی وُه
په حکمت کښ لاثانی وُه
نوم ئي دی عبدالغفور
خدای د دی کاندی مغفور
دوه زامن شوُ تری نه پاتی
يو عابد بل کویِ زياتی
دا عابد عبد الخالق دَی
چه د دين په کار فايق دَی
دغه بل عبد الحنان دیَ
د فتنی به کار روان دیَ
دا تحرير د عنوان الدِين
رښتيا کړ په خپل يقين

سرچينه
د پښتونخوا د شعر هار و بهار
جم ډارمسټټر- پښتو ټولنه، د ۱۳۵۶ کال د زمری ۱۵- درېم چاپ- ۱۵ برخه

د ليکوالې له بلاگ څخه

ورته مطالب

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي.

Back to top button