افغانستانخبرونه

شپږ نوي سفیران وګومارل شول

د بهرنیو چارو وزارت نن د شپږو هغو کسانو نومونه رسماً اعلان کړل چې په بهرنیو هېوادونو کې د افغانستان سفیران ټاکل شوي. ګومارل شوي سفیران به ترکمنستان، پاکستان، چک، ناروې،بلجیم او یو هم نااستوګن استازی وي. میرویس ناب ترکمنستان، حضرت عمر زاخیلوال پاکستان، سید مصدق خلیلی چک، شکریه بارکزۍ ناروی او محمد عمر صمد به بلجیم ته استازی وی.

حمدالله محببه ارجنتاین، کلمبیا، ډومینیکا، او مکسیکو ته نااستوګن استازی وي. دغه خبر د بهرنیو چارو وزارت په یوه خبري ناسته کې څرګند کړ.

Tags

ورته مطالب

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي.

Back to top button