سيمه او نړۍ

شمالي کوريا د پوځ مشر اعدام کړی

راپورونه څرگندوي، چې شمالي کوریا خپل د پوځ مشر جنرال ري يونگ گېل اعدام کړی دی. گېل په ۲۰۱۳ز کې د کېم جونگ اون له لوري د پوځ مشر وټاکل شو او د جنرالۍ رتبه ورکړل شو.

د گېل د اعدام خبر د جنوبي کوريا يوه خبري اژانس يونهپ ورکړی دی، خو خپلواکو سرچينو او د شمالي کوريا چارواکو يې پخلی نه دی کړی. شمالي کوريا پخوا خپل دفاع وزير هم دنده کې د غفلت په تور اعدام کړی و، خو د هغه د اعدام خبر يې پټ ساتلی و.

د سرچينې په قول گېل ته د اعدام سزا روانه مياشت اورول شوې وه.

د شمالي کوريا مشران په دې ډول وژنو مشهور دي او په وړه «غلطۍ» هم چارواکو او عامو خلکو ته د اعدام سزا ورکوي.

Tags

ورته مطالب

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي.

Back to top button