پاموړ

شخصیت څه دی؟

ښکلا، کالی، پیسی، رتبه باندی هيڅکله شخصیت نه جوړيږی یا داسی نه ده چی يو سړی پسی و نه لری نو بیا هغه بی شخصیت دی شخصیت هغه څه دی چی نور خلک یی نه وینی بلکی نور خلک یی احساس کوي

په شخصیت باندی کوم شیان اغیزی لری ؟

۱ :  کورنی تربیه – زموږ په شخصیت ډیره اغیره لري که د چا کورنی تربیه ښه وی نو دا دده په شخصیت کی معلوم میږی او که د چا کورنی تربیه ښه نه وی دا هم دده په شخصیت کی معلوم میږی

۲ : د محیط اغیزه – کوم ځای کی چی موږ ژوند کوو دا زموږ په شخصیت باندی ډیره اغیزه لری که چیری موږ په يوه ښه او با سواده محیط کی ژوند کوی دا به زموږ په رويه او رفتار کی زيات رول لري

۳ : د ښوونځی اغیزه – ښوونځی زموږ په ژوند او شخصیت باندی خورا ډیره اغیزه لري ځګه چی لومړی دا موږ په ښوونځی کی زده کوه چی د مور ، پلار او ښوونکی  سره څنګه خبری وکړو هم دا زموږ پیل دی چی خبرو کولو طریقه زده کوه او هر څومره چی زموږ صنف لوړيږی هغونه زموږ په شخصیت او رفتار کی توپیر راځی يو عالم وایی ( کله چی مو د ښوونځی دروازی خلاصی کړی په حقیقت کی موږ د زندان دروازی وتړی ) خو  دا هم وايمه چی  ستاسی به داسی ډیر خلک لیدلی وی چی هم یی ښوونځی ویلی او هم یی پوهنتون ویلی وي خو دده شخصیت ته چی وګوری په حقیقت کی به هيڅ شی هم نه وي خو تاسی به داسی خلک هم لیدلی وی نه یی ښوونځی وویلی وي او نه یی هم پوهنتون خو دوی ډيره با شخصیت خلک وی یعنی دا خپله د هر سړی په رفتار او رویه پوری اړه لری که موږ خوش طبیعت خلک اوسو او په ټولنی کی مو د نور سره ښه روابطه ساتله موږ به ډیر ملګری ولرو

شخصیت څنګه بدلیدلی شی ؟

پخوا به ډیرو خلکو وویل چی د انسان شخصیت نشی بدلیدلی خو نه داسی  نه ده موږ کولی شو چی په ځان کی ځینی مثبت تغیرات راولو او هغه خپل بد عادتونه هیر کړو هغه څه چی زموږ تری هر وخت ځوریږو لومړی باید موږ په دی باندی فکر وکړو چی هغه کوم بد عادتونه موږ لرو او باید دا بد عادتونه ورک کړی او یا هم په خپل شاخوا کی دوه یا دری  هغه خلک وڅیړو چی ښه با شخصیت دی او هغه کوم عادتونه دی چی دوی لری چی هم خلک ورسره ډیره مینه لری او هم یی احترام کوی کچیری موږ دا خلک وڅیړو نو موږ به خپل د پوښتنو جواب تر لاسه کړو او موږ ته له دا معلومه شی  چی  د دوی به ښه اخلاق، جرات ، په ځان باور ، همدردی ، په ټولنه کی ښه روابط  ، مشران احترام او په کشرانو باندی مهربانی کول  هر چا خبرو ته په ښه دقت باندی غوږ نیول  ددی سبب شوی دی چی هم خلک ورسره مینه لری او هم یی احترام کوی او بیا دا تغيیرات په ځان کی را ولو.

Tags

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي.

Back to top button