خبرونهسلايډ

سیگار: پنټاگون په افغانستان کې اته سوه میلیونه ډالر ضایع کړي

د افغانستان د بیارغونې لپاره د امریکا څارونکې ډلې «سیگار» د امریکا د دفاع وزارت «پنتاگون» یوه پروژه په دې تورنه کړې چې د «کمزورو او بې‌ځایه» کارونو له امله يې ملیونونه ډالر ضایع کړي دي.

د «کار، کسب او ثبات» ډلې چې افغانستان کې د پنځو کلونو لپاره په پرمختیایي پروژو کې کار کاوه، له پنتاگون څخه ۸۰۰ ملیونه ډالر تر لاسه کړي دي. سیگار د پنټاگو پر دې پروژې نیوکه کړې او دوی یې تورن کړي دي چې په بې‌ځایه کارونو کې یې ۸۰۰ ملیونه ډالر ضایع کړي دي.

په افغانستان کې د امریکا د پرمختیايي مرستو عمومي مشر جان سوپکو د سنا یوې کمېټې ته وویل: «د کار، کسب او ثبات د موسسې کارونه ځکه بې‌ځایه ول چې دوی کوم اوږدمهاله کاري پلان نه ‌درلود او د وړو کارونو د ترسره کولو لپاره یې هم کومه ځانگړې پالسي نه ‌لرله».

سوپکو زیاته کړه چې دوی یوازې د اوزو او پسونو د سر د غوښو پاکولو لپاره یو ماشین له ایټالیا څخه په شپږ ملیونه ډالرو رانیولی دی، چې تر دې مهاله «موږ هم نه پوهېږو چې دې ماشین به رښتیا هم شپږ ملیونه ډالره گټه ورکړې وي کنه؟ خو دا ویلی شو چې دې موسسې تر دې دمه وزگاره خلکو ته ۳۵۰ کاري فرصتونه پیدا کړي دي».

سوپکو همدارنگه زیاته کړه چې «زه او زما دفتر په دې نه ‌دی توانېدلی چې د دې مرستو او اقتصادي پرمختگ تر منځ کومه اړیکه پیدا کړي».

کلر مکسیکل دیموکرات سناتور د دې پروژې پر یوې بلې مرستې هم نیوکه وکړه چې د ۴۳ ملیونه ډالرو په ارزښت یې د طبیعي گازو څخه د گټه پورته کولو لپاره پانگونه کړې وه. مکسیکل زیاته کړه چې د دې پروژې ټول لگښت له ۱۰ ملیونه ډالرو څخه نه ډېرېږي.

سیگار تر دې مخکې د امریکا له لورې په نورو مرستو هم نېوکې کړې دي خو پنټاگون د سیگار نیوکې تل ردوې.

Tags

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي.

Back to top button