افغانستانخبرونهسلايډ

سید حسین انوري وفات شو

افغان پېژندل شوی سیاستوال، سید حسین انوري له هېواده بهر په هندوستان کې وفات شوی. د خبري سرچینو د خبر له مخې، ښاغلی انوري له یوه کال راهیسې د سرطان له ناروغۍ رنځېده.

انوري ته نژدې سرچینې وايي چې دغه پخوانی سیاستوال د سې شنبې په ورځ هند کې له دونیا سترګې پټې کړې.

سید حسین انوري څوک و؟

سید حسین انوري په ۱۳۳۵ل کال کې د افغانستان پروان کې زېږېدلی و. انوري د پخواني شوروي اتحاد د یرغل پر ضد په وسله وال جهاد کې رول درلود او د محمد آصف محسني په مشرۍ يې د حرکت اسلامي افغانستان ګوند د پوځي څانګې مشري کوله.

انوري د افغانستان له عرب‌توکمو څخه و او په ۱۳۷۱ل کې د مجاهدینو له بریا وروسته د کابل د امنیت د کمېسیون غړی او وروسته بیا د مجاهدینو د حکومت پر مهال د کار او ټولنیزو چارو وزیر شو.

د طالبانو د غورځنګ له خوا د برهان الدین رباني د حکومت له نسکورولو وروسته له شمال ټلوالې سره یو ځای شو او د طالبانو پر ضد یې د هېواد په شمال کې فعالیت کاوه. ویل کېږي د طالبانو پر ضد د جګړې په اړه یې له آصف محسني سره د نظر د اختلاف له امله لاره جلا او «حرکت اسلامي مردم افغانستان» په نوم یې د ځان په نامه د ګوند بله څانګه پرانیسته.

انوري د امریکایانو له یرغل وروسته د حامد کرزي په مشرۍ نظام کې د کرنې او مالداري د وزیر په توګه وټاکل شو. یوه موده یې د کابل والي په توګه هم کار وکړ او په ۱۳۸۴ کال کې د هرات د والي په توګه وټاکل شو. د ۸۴ او ۸۹ کلونو د ولسي جرګې په ټاکنو کې د کابل د خلکو په استازیتوب د ولسي جرګې غړی و.

د ۱۳۹۳ په ولسمشریزو ټاکنو کې د عبدالرحیم وردګ د مرستیال په توګه غوره شوی و، خو ښاغلی وردګ په ټاکنو کې له ګډونه مخ واړاوه.

انوري دوې مېرمنې، شپږ لوڼې او پنځه زامن تر شا پرېښودل.

Tags

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي.

Back to top button