پاموړسلايډ

سږکال په نړۍ کې کوم پوهنتونونه تر ټولو ښه او معتبر پوهنتونونه دي؟

ټایمزد لوړو زده کړو د خپرونې timeshighereducation لخوا هرکال د نړۍ په بېلابېلو هېوادونو کې د پوهنتونونو درجه بندي کېږي او په ټوله نړۍ کې پوهنتونونه او د لوړو زده کړو موسسې د تضمين کيفيت له پلوه پکې څېړل کېږي، سږکال يې په ۷۰ هېوادونو کې ۹۸۰ پوهنتونونه څېړلي او ارزولي او د هغو په اړه یې معلومات راټول کړي دي. دې پوهنتونونو ته يې ۱۳ بېلابېل شاخصونه د تضمين کيفيت له مخې په نظر کې نيول دي د مثال په توګه د تدريس بهير او کيفيت، د څېړنيزو کارونو او په هغه برخه کې د استادانو لپاره اسانتياوې، نړيواله لېوالتيا، د استادانو علمي کچه، له صنايعو سره د اړيکو په پايله کې د شتنمي لاس ته راوړل، د مرجع او سرچينې په توګه يې يادول. د خارجي محصلينو او څېړونکو لېوالتیا له ياد پوهنتون سره، د ښځينه او نارينه محصلينو شمېر او اړيکه یې، د محصلينو شمېر او د دوی لپاره اسانتیاوې، وضعيتي عوامل او حتی د پوهنتون شاوخوا چاپېريال پکې ارزول شوي دي.
په دې لېسټ کې چې د نړۍ له بېلابېلو هېوادونو څخه ۹۸۰ پوهنتونونه دقيق ارزول شوي دي د پورته ټولو خواوو له مخې د ښو اسانتياوو او لوړ کيفيت لرونکی پوهنتون د برتانيا اکسفورډ پوهنتون دی، چې په نړۍ کې يې لومړی لومړی مقام سږکال ګټلی دی ، د امريکا د کليفورنيا ټيکنالوجي ايسنټيټيوټ دويم مقام، سټنفورډ پوهنتون (امريکا) درېيم مقام، د برتانيا کمبرېج پوهنتون څلورم، د ماساچوسسټ د ټيکنالوجي اينسټيوټ پنځم، هارورډ پوهنتون (امريکا) شپږم، پرېسټن پوهنتون (امريکا) اووم، امپريال کالج لندن (برتانيا) اتم، د زوريخ د ټيکنالوجي اينسټيټيوټ (سويټزرلېنډ) نهم ، د کليفورنيا برکلي پوهنتون (امريکا) لسم، د شيکاګو پوهنتون(امريکا) يوولسم، يلي پوهنتون (امريکا) دولسم، د پينسلوانيا پوهنتون (امريکا) ديارلسم، کليفورنيا لاس اينجليس پوهنتون (امريکا) څوارلسم، يونيورسټي کالج لندن (برتانيا) پنځلسم، کولمبياپوهنتون(امريکا) شپاړسم، د جان هاپکينزپوهنتوناوولسم، ډوک پوهنتون اتلسم، کورنېل پوهنتون نولسم، نارټ ويسټرن پوهنتون شلم نمبر راغلي دي.
په اسيايي پوهنتونونو کې په ټوله اسيا کې په دې دومره نفوس چې تر ټولو وچو څخه ډېر پکې مېشت دي د سينګاپورملي پوهنتون ( نيشنل يونيورسټي اف سينګاپور) راغلی دی چې په اسيا کې لومړی تر ټولو ښه پوهنتون او په نړۍ کې ۲۴م ښه پوهنتون دی.د چين پيکېنګ پوهنتون په ۲۹ مه درجه راغلی دی چې دويم اسيايي پوهنتون دی ، د چين يو بل پوهنتون Tsinghua University پوهنتون په اسيا کې درېيم او نړيواله درجه بندي کې ۳۵ پوهنتون دی. د جاپان د ټوکيو پوهنتون څلورم اسيايي پوهنتون دی چې په نړيوال رينکينګ کې ۳۹ م نمبر راغلی دی. هانګ کانګ پوهنتون پنځم نمبر اسيايي او د نړۍ په سطحه دری څلوېښتم ځای نيولی دی. او د هانګ کانګ د ټيکنالوژي پوهنتون بيا شپږم اسيايي او په نړيواله کچه ۴۹ مه ځای خپل کړی.
د هندوستان (اينډين اينسټيوټيوټ اف ټيکنالوژي) په دې لېسټ کې د هندوستان تر ټولو ټاپ پوهنتون دی چې په نړيواله درجه بندي کې يې له ۲۰۰ څخه تر ۲۵۰ مقام ترمنځ خپل کړی دی، اينډين ايسنټيټوټ اف ټيکنالوجي مومبای په نړيواله درجه بندي کې له ۳۵۰ څخه تر ۴۰۰ ترمنځ راغلی او د هند دويم ترټولوښه پوهنتون دی، اينډين اينسټيوټ اف ټيکنالوجي ډيلي له ۴۰۰ څخه تر ۵۰۰ يمې نړيوالې درجه بندي کې راغلی دی.(اينډين اينسټيټيوټ اف ټيکنالوجي کانپور او اينډين اينسټيټيوټ اف ټيکنالوجي مدراس هم له ۴۰۰ څخه تر ۵۰۰يمې درجې پورې ځای نيولی دی.
د ايران د ساينس او ټيکنالوجي پوهنتون او شريف صنعتي پوهنتون د ايران لومړني پوهنتونونه دی چې به دې درجه بندي کې ترټولو مخکې خو په نړيواله درجه بندي کې له ۵۰۰ څخه تر ۶۰۰ يمې درجې ځایونه خپل کړي دي. اميرکبير، اصفهان ، طوسي، شېراز او تهران بيا له ۶۰۰ څخه تر ۸۰۰ يمې درجې پورې ځايونه خپل کړي دي.
د پاکستان کام سيټس، نيشنل يونيورسټي اف ساينس اينډ ټيکنالوجي او قايداعظم د پاکستان تر ټولو مخکې پوهنتونونه او په نړيوال ليسټ کې له ۶۰۰ څخه تر ۸۰۰ درجې پورې ځای لري، د فيصل اباد کرنيزپوهنتون له ۸۰۰ يمې نړيوالې درجې هم لا ورپورته دی.

ياده دې وي چې افغانستان د خپل ټيټ کيفيته پوهنتونونو اوپه پوهنتونونو کې د اسانتياوو د نه شتون له امله هېڅ په دې درجه بندي کې ځای نه لري او نه هم په اسيايي درجه بندي کې د راتللو جوګه دی.
تضمين کيفيت له مخې چې پوهنتونونه پياوړي نشي دا تمه دې په راتلونکې ۴۰ کلونو کې هم نه کوي.

نور احمد عایل

ورته مطالب

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي.

Back to top button