سلايډنظر او تحلیل

سټیو جابز او اپل کمپنۍ

لیکنه: آغاملوک سهار
د اپل کمپنۍ له دري بنسټګرو یو سټیو جابز دی، دی د سوریایی پلار او امریکایې مور له واده مخکو اړیکو څخه پیدا سوی. له زیږیدو مخکې دده پلار او مور دده سرپرستي په اړه پریکړه کړې وه او دی یې بلې کورنۍ ته پريښود. هغې کورنۍ ماشوم نه درلود نو ځکه یې دده د سرپرستي چاري په غاړه واخیستي. سټیو خپل اصلي پلار په ژوند ونه لید خو مور یې د ژوند تر پایه دوه درې ځلې ولیده، د مور له خوا خور سره به يې کله کله لیدل. له ښوونځي وروسته ددې کورنۍ په مالي مرسته سټیو پوهنتون ته ولاړ، له کم وخت وروسته چې دې کورنۍ د اقتصادي ستونزو له امله دده د پوهنتون فیس نه سوای ورکولاي، پوهنتون تري پاته سو.
سټیو به غلا تر یونیم کاله کله د خطاطي او کله د کمپیوټر او نورو ټولګو ته ورتو، ترڅو د پوهنتون د کارټ وخت یې تیر(اکسپایر) سو.

له هغه وروسته سټیو په یو سفر هند ته ولاړ،سرخریلی د ډهلي په سړکونو به لکه بودایي مذهبي کس ګرځیدو، کله چې بیرته امریکا ته ولاړ، هم به یې هغه جامي اغوستلي او په بودایې موډ کې به ګرځیدو. خلګو فکر کول دا یو بودایې مذهبي کس دی.
کور یې نه درلودل، تر ډیره به د ملګرو د کور په ډاګ ویده کیدو، په ۱۹۷۰ کال یې له سټیو وازنېک، رونالډ وين سره د اوسنۍ اپل بنسټ په ۲۵۰۰۰ ډالره د موټرو په ګاراج کې کیښود چې شخصي کمپیوټرونه او الکټرونیکي آلات يې جوړول. له ډيرو ستونزو او منډو وروسته په لسو کلونو کې یې سرمايه یو میلیارډ ډالرو ته لوړه کړه او د کارکوونکو شمیر تر ۴۰۰۰ لوړ سو. که څه هم په دا وخت کې سټیو جابز یو وار له کمپنۍ ویستل سو خو اپل بیرته مخ په ټیټه ولاړه او سټیو یې بیرته ورګډ کړ. اپل خپل محصولات زیات کړل تر څو چې په ۲۰۰۶ کال کې یې لمړني آیفون بازار ته وړاندي کړ، په دي وخت کې نوکیا او بلک بیرې د موبایل نړیوال مارکیټ په لاس کې درلود، نوکیا او بلاک بیرې د شهرت په اوج کې وې، د اپل تولیدات یې مسخره کړو.ل وویل: چې دا لوبو سامان به ډیر زر خلګ رد کړي. خو اپل خپل محصولات د مارکیټ مطابق وړاندې کول، په ۲۰۰۷ کال کې سټیو جابز د کلمو په سرطان اخته سو، له هغه وروسته سټیو جابز تر پخوا څو چنده زیات کار کول،ده به ویل زه هره ورځ وایم چې نن مې د ژوند وروستۍ ورځ ده.
د سټانفورډ پوهنتون د محصلینو فراغت غونډه کې د سټیو جابز ۱۳ دقیقې وینا نړیوال شهرت پیدا کړ.

اپل خپل محصولات په ډیر ښه کیفیت بازار ته وړاندې کول، او خپل کارونه په خورا سیسټیماټیک ډول مخته وړل.

په ۲۰۱۱ کال کې سټیو جابز د 57 کلو په عمر ومړ خو اپل د نړۍ لمړی درجه برنډ محصولات وړاندې کول، اقتصادي ارزښت یې شاوخوا۳۷۰ میلیارده ډالره و، ۲۶۰ اختراعګانې د سټیو جابز په نوم ثبت وې.
دا وخت نوکیا او بلک بیري چې د بازار غوښتنې یې نه منلي له سقوط سره مخ سوې،نوکیا کابو ټول مارکیټ له لاسه ورکړ،کله چې مایکروسافټ نوکیا په پنځه میلیارډه ډالره پېرله نو د نوکیا اجرایوي رئیس په ژړا سو چې موږ کومه تېروتنه نده کړي خو نوکیا ناکامه سوه،خو د نوکیا ستونزه دا وه چې د خلکو غوښتنې او د رقیبانو نوښتونو ته یې نه کتل،ځکه ناکامه سوه کنه نوکیا په ۲۰۱۱ میلادې کال کې اقتصادي ارزښت تر ۲۷۰ میلیارډه ډالره زیات وو.

اوس اپل کمپنۍ له نورو برخو سره د سمارټفون نړیوال مارکیټ په لاس کې لري، یوازنی رقیب یې کابو د اتیا شرکتو مجموعه سامسونګ کمپنۍ ده،که څه هم هواوې خورا چټکه روانه وه خو متحده آیالاتو بندیزونو له دې کتاره واچوله. په لمړیو کې د سامسونګ بنسټګر ته هم خلګو لیونی ویل خو اوس سامسونګ شاوخوا ۴۳۰۰۰۰ کارکوونکي لري،له لوړ اقتصادي ارزښت سره له اپل سره سیالي کوي. که څه هم د چین هواوی کمپنۍ په چټکتیا سره په مخ روانه ده یوازې ۲۰۱۷ کال کې هواوي د اختراع د ثبت نړیوالې اداري ته یو میلیون د اختراع غوښتنلیکونه لیږلي دي. د خو د سامسونګ او اپل تر ځایه لا ډیره فاصله ورته پاته ده. اپل له ۴۰ کاله مزل وروسته په زیاتو هیوادونو کې تر۵۰۰ زیاتې څانګې او انلاین پلور کوي او شاوخوا ۱۵۰۰۰۰ کارکوونکو سره ۱۰۰۰ زر میلیارډه ډالره اقتصادي ارزښت لرې، د افغانستان کلنۍ خیراتي بودیجه ۷ میلیارده ډالره او د اپل د ۲۰۱۸ میلادي کال کلنی خالص عاید ۵۹ میلیارډه ډالره وو.
عام باور دا وو چې د سټیو جابز له مړینې وروسته آپل ممکن سقوط سې یا له خپلو سیالانو وروسته پاته سي، خو نه یوازې دا ونه سو بلکې لا پرمختګ یې وکړ،ممکن دلایل یې زیات وي خو اپل د نوښت او کیفیت ترڅنګ د خلکو غوښتنې،ځیرک ټیم، اړیکو… او ښه مدیریت باندې تمرکز وکړ.

ورته مطالب

Back to top button