افغانستان

سويډن له افغانستان سره يو مليارد ډالر مرسته کوي

سويډن له افغانستان سره راتلونکو لسو کلونو کې په بېلابېلو برخو کې ۸.۷ مليارد سويډني کرون، چې يو مليارد ډالر کېږي، مرسته کوي.

له ولسمشرۍ ماڼۍ څخه رسنيو ته په استول شوې ننۍ خبرپاڼه کې ويل شوي دي، ولسمشر غني تېره ورځ د سويډن له لومړي وزير سره په دغه هېواد کې د ليدنې پر مهال د دوه اړخيزو اړيکو د پرمختګ په اړه خبرې کړي او له افغانستان سره يې د سويډن له مرستو مننه کړې ده. غني په دې اړه وويل: «تر ۲۰۲۴ز پورې افغانستان سره د سويډن مرستې پر افغانستان د سويډن د اعتماد په معنی دي».

خبرپاڼه زیاتوي، سويډن ته د ولسمشر د سفر پر مهال د دواړو هېوادو تر منځ د انکشافي همکاريو هوکړه هم لاسليک شوې ده. د دغې هوکړې پر بنياد د سويډن شاهي حکومت به په راتلونکو لسو کلونو کې په بېلا بېلو وختو کې افغانستان سره يو مليارد ډالر مرسته وکړي.

د سويډن لوړپوړو چارواکو له ولسمشر غني سره د ليدنې پر مهال ډاډ ورکړی، چې هېواد به يې د اوږدې مودې لپاره د افغانستان مرسته وکړي.

Tags

ورته مطالب

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي.

Back to top button