سيمه او نړۍ

سوماليې او برونايي هېوادونو د کرسمس پر نمانځلو بنديز لگولی

د تېرې مياشتې په پای کې د سويلي اسيا بډای هېواد پاچا سلطان حسن البوليکا دغه هېواد کې د مسيحيانو د اختر په نمانځلو بنديز لگولی او وايي، چې برونايي يو اسلامي هېواد دی، دلته د کرسمس نمانځل د مسلمانانو عقيدې زيانمنوي.
د برونايي له اعلان وروسته تېره ورځ د سوماليې حکومت هم دغه هېواد کې د کرسمس پر نمانځلو بنديز ولگاو او گواښ يې کړی، که هر چا په سوماليې کې د کرسمس نمانځلو جرئت وکړ، نو پنځه کاله به بندي کيږي.
د سوماليې د مذهبي چارو وزارت وايي، چې کرسمس نمانځل دغه هېواد او د سومال ولس لپاره ستر گواښ دی او هېچا ته اجازه نه ورکوي، چې کرسمس ونمانځي.
« سوماليه کې بايد هېڅ ډول د کرسمس غونډې نه وي او امنيتي ځواکونو ته مو امر کړی، چې هر ځای يې دغه ډول غونډې ولیدې، ويجاړې دې کړي.»
د سوماليې وتلي ديني عالم شيخ نور بدر گورهان هم د کرسمس نمانځلو سخت مخالفت کړی او گواښ يې کړی، که هر چا د کرسمس غونډې جوړې کړې، نو دوی به الشباب «جهادي» ډلې ته خبر ورکړي، چې بريد پرې وکړي.
تېر کال هم الشباب جهادي ډلې سوماليه کې د کرسمس پر غونډه بريد کړی و او گڼو کسانو ته يې مرگ ژوبله اړولې وه.
سوماليې په ۲۰۱۳م کال کې د نوي مسيحي کال په نمانځلو بنديز لگولی و او ويلي و، چې د دوی ټول حساب کتاب په اسلامي کال دی او جنوري دوی د نوي کال په څېر نه پېژني.
سوماليه کې بهرني ډيپلوماتانو، مرستندويه ډلو او د ملگرو ملتونو سرتېرو ته اجازه ورکړای شوې، چې کرسمس په شخصي توگه په خپلو دفترونو او کورونو کې ونمانځي.
د برونايي پاچا سلطان حسن البولکيا هم خپل هېواد کې د کرسمس په نمانځلو سخت بنديز لگولی دی.
د برونايي سلطان د علماوو په مشوره د کرسمس په نمانځلو بنديز لگولی او گواښ يې کړی، که هر چا د کرسمس غونډې جوړې کړې، نو په پنځه کاله بند به محکوم شي.
د برونايي ستر ديني عالم خپلو خلکو ته وويل، چې د صليب نښې،شمعې بلول، د کرسمس ونې، مذهبي سندرې، د کرسمس کارټونه دا ټول د اسلام مخالف کارونه دي او هېڅوک اجازه نه لري، چې داسې کارونه وکړي.
د برونايي چارواکي وايي، چې دې هېواد کې مسيحيان نهه سلنه دي، ډېری اوسېدونکي يې مسلمانان دي او هېڅوک اجازه نه لري، چې د مسلمانانو په ټولنه کې د مسيحيت فعاليتونه وکړي.

Tags

ورته مطالب

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي.

Back to top button