سلايډنظر او تحلیل

سوله اړتياوې لري/ اکرام الدين واصل

نږدې له دوه زره درېيم څخه د سولې په اړه اوازې ګنګوسې اورو. څوک يې اړتيا ګڼي، څوک يې د وسيلې په توګه نوم اخلي. د سولې په اړه تر ټولو لومړی جرمني غږ پورته کړ. کله چې په دوه زره درېيم کې طالبان په ډېره وېروونکې بڼه راښکاره شول، جرمني لومړنی هېواد و، چې وضعيت يې درک کړ او د سولې د اړتيا په اړه يې خپله خبره وکړه.
له هغه وخته راوروسته د سولې په خبرو مختلف پړاوونه تېر شول او مختلف نظرونه ورکړل شول. په ټول جريان کې يوه خبره ډېره خواشينوونکې ده، چې د سولې په اړه هر حرکت او هر موقف يوازې تر مايکروفونه محدود پاتې شوی. د سولې په اړه د عملي اقداماتو په تړاو تر اوسه هم ستونزې شته.
زه خو چې له پګواش کنفرانسه راوروسته وينم، ستونزه ډېره دولت کې بريښي. که څه هم يوه خبره بايد ياده وي، چې سوله يوازې د سولې د خبرو په يادولو نه راځي. نه په دې راځي، چې کال کې دې دوه يا درې کنفرانسونه وشي او د کنفرانس پايلې اعلان شي. که رښتيا هم سوله مطلوب وي، نو بيا عملي ميدان ته کوزېدل په کار دي.
زه خو چې څومره هم خپل عقل ته راجع شم، ډېر لوی واټن راته ښيي؛ سوله لا لرې ده. هغه په دې چې يو خو تضادونه په داسې اندازه دي، چې هېڅ د نږدېکت چانسونه نه ښکاري. مثلا طالبان له شريعته نه تېرېږي، مګر ما ته خپل کابل مېشتي چارواکي معلوم دي، چې دوی خپل ژوند په همدې کې ويني، چې له شريعته لرې واوسي. که نور هېڅ تضاد نه وي، فقط همدا د شريعت پواينټ ته متوجې شو، سوله سختيږي.
همداسې مثلا د بهرنيو ځواکونو د وتلو خبره ده. طالبان ټينګار کوي، چې بهرني هېوادونه دي ووځي، ځکه اشغالګر دي، جګړه همدوی پيل کړې، نظام همدوی مختل کړی، فساد ته دوی لمن وهي، فحشا ته دوی لمن وهي، کلتوري بدلون ته دوی لمن وهي، خلاصه دا چې د هرې بدبختۍ بنسټ يې بولي. که رښتيا يې ووايو، چې دا غوښتنه د دولت چپړاسي ته هم د منلو ده؟
يو څوک چې د سر له وېښتو ونيسه، تر قدمونو پورې د چا منت بار وي، هغه څنګه دا تصور کولی شي، چې له ځانه يې بېل کړي؟ که دا تصور هم وکړي، نو جرئت به له کومه شي، چې ورته ووايي، مهرباني وکړئ، تاسې لاړ شئ. حتمي ده، چې همدې ځواب سره به مخ کيږي، چې تاسې زموږ په مټو دلته ژوند کوئ، موږ ته څنګه واياست، چې ووځئ؟
همداسې د بنديآنو مسئله هم درواخلئ، د طالب مشرانو د ازادۍ مسئله هم او د اساسي قانون مسئله هم. دلته دا هم پام کې نيول غواړي، چې د طالبانو دا شرطونه د مذاکراتو لپاره مقدماتي شرطونه دي، يعنې دا د نېک نيتۍ د اظهار لپاره د کابل حکومت ته شرطونه ايښودل شوي.
د سولې په اړه يوه بله خواشينوونکې خبره دا ده، چې طالب او دولت دواړه سوله يادوي، مګر د سولې په اړه د خپل خپل مکانزم وضاحت هم نه لري. طالب تر دولته يو څه روڼ په دې ښکاري، چې هم شرايط وايي، هم خپل ادرس ښيي او د خپل هر موقف په اړه وخت پر وخت دلايل وايي.
دولت بيا يو څه ګونګ دی. يو خو يې داسې حرکتونه شروع کړي، چې د پايلو هيڅ تخمين يې نه شي کېدای. دوهمه دا ده، چې دولت د سولې نوم کاروي، خو موخه يې دا ده، چې طالب تسليم شي. که طالب تسليمېدای، دوه زره يوم کال يې داسې د سقوط کال و، چې هيڅ نښه يې نه ښکارېده. کرار کرار په حرکت راغلل، دا دی ځان يو قوت ګڼي او دولت ننګوي.
دا اوس دولت د سولې لپاره د څلور اړخيزو غونډو په نوم ناستې لري. پاکستان په مسلسله توګه وغولاوه، مګر دی بيا هم همغه لاين پسې نښتی، چې هيڅ په ګوتو نه ورځي. دا کار که په سنجيدګۍ وي، نو ښکاره دليل دی، چې دولت سوله نه غواړي او که هيلې يې رښتيا هم تر دغه ځايه تړلې وي، نو پوه دې شي، چې دغه لاين غوڅېدو والا دی.
تر دې دمه نږدې څلور، څلور اړخيزه غونډې وشوې، تر اوسه دا معلومه نه شوه، چې د سولې په اړه دوی په کوم مکانزم کار وکړ؟ تر کومې نتيجې ورسېدل؟ د سولې اړند عملي کار څه وخت پيلېدونکی دی. ګونګې او مرموزې ناستې دي، نه يې پايلې معلومېږي او نه يې حتا جريانات.
تر هغې چې هغه لارې انتخاب نه شي، چې سولې ته تللې؛ سوله نه راځي. تر هغې چې د سولې اړتياوې پوره نه شي؛ سوله نه راځي. تر هغې چې د سولې رښتينی ضرورت حس نه شي؛ سوله نه راځي.

Tags

ورته مطالب

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي.

Back to top button