سلايډنظر او تحلیل

سوله، ټاکنې او د امریکا استخباراتي فتنه، طالبان د تاریخ ژغورنې په دریځ کې!

لیکنه او شننه: قاضي نجیب الله جامع 

د طالبانو او امریکایي ډيپلوماتانو تر منځ په نهم پړاو مذاکراتو کې د ستر او بې ساري پرمختګ خبر ورکول شوی او ګمان کیږي چې دا ځل مذاکرات تر پخوا په ډیره مثبته فضا کې روان دي.

له دی سره په قطر کې الجزیرې عربي تلویزون پر خپله ټویټرپاڼه په یوه بیړني خبر کې ویلي، چې طالبان او امریکایان د ځواکونو وتلو لپاره پر ۱۴ میاشتو مهالویش توافق ته رسیدلي دي، د الجزيرې په وينا د بحث یوازینۍ موضوع دا ده چې طالبان غواړي امریکا دې د ځواکونو د ایستلو پر مهال د جګړې څخه په بشپړ توګه لاس پر سر شي او د کابل دولتي ځواکونو سره دې د جګړې په ډګر کې مرسته نه کوي، خو د امریکایانو لومړنۍ غوښتنه اوربند ده، که ممکن نه وي نو بیا دي طالبان په جګړه کې کمښت راولي.
بل لور ته کابل کې د امریکا سفیر وایي، د دوی لپاره سوله تر انتخاباتو مهمه ده.
جان بس، چې په مزارشریف کې یوې خبري ناستې ته وینا کوله وایي، چې ټاکنې او سوله دواړه مهم دي، خو سولې ته ځکه تر ټاکنو لومړیتوب ورکوي چې د افغانستان د خلکو غوښتنه ده.
دده په وینا ډېری افغانان سولې ته تر ټاکنو لومړیتوب ورکوي نو امریکا ته هم سوله تر انتخاباتو ډېره مهمه ده.
جان باس همداراز ویلي، چې دوی د سولې خبرې روانې کړې دي او ډېر ژر به یې مثبتې پایلې د افغانستان له خلکو سره شریکې کړل شي.
د امریکا سفیر داسې مهال سوله تر ټاکنو مهمه ګڼي چې افغان حکومت بیا ټاکنې تر سوله مهمې او لومړیتوب بولي.
د افغان سولې او امریکا افغان جګړې اړوند په خبرو کې تل ستراتیژیک خنډ د امریکايي طرف متناقیض دریځونه، دغوښتنو بیا بیا بدلیدل رابدلیدل او په ټوله کې د نظامي شتون په بحث کې د امریکا د اشغال امنیتی ـ دفاعي دوکتورین وو.
ولي طالبانو له پیله تر ننه نه یوازی له خپل اصلي بحثه څخه چې د بهرنیانو هر اړخیز وتلو پر سر مامله کول وو ونه منل بلکي د امریکايې سیاستوالو، نظامي شنونکو او رسنیو د ګرمو تبصرو پر بنسټ تراوسه دا امریکایان وو چې د طالبانو غوښتنو ته يې غاړه ایښي او ډير کم څه يې د ډير زیات څه له امله له لاسه ورکړې.

ـ امریکا ـ افغان حکومت ولي څنډې ته کړل؟
د کابل واکي ګډ حکومت د سولې هڅو اصلي لړۍ د ۱۳۹۴ کال ته ورګرځی.
د ګډ حکومت مشر غني له طالبانو سره دهغو ژمنو خلاف چې ویلي وو امریکایان به په ۶ میاشتو کې دننه له هيواده وباسي او له امریکا سره هغه امنیتي تړون چې د ډاکتر غني په مشری حکومت ته پاتي ده ملغاه به يې کړې.
ولي غني چې واک ته ورسېده نه یوازی امریکایان يې په ۶ میاشتي کې دننه ونه یستل بلکي تر ۲۰۲۴ کال پورې يې له هغوی سره د افغانانو د وژلو او قتل عام تړون په ۲۴ ساعته دننه کې لاسلیک کړل او د طالبانو خلاف يې تل ستوغه ژبه او له جګړې ـ کرکي ډک ادبیات وکارول.
نوموړې د طالب بندیانو د اعدام حکمونه تطبیق کړل، د هغوی له بندیانو څخه يې هغه امتیازات واخیستل کوم چې د قانون له مخي د ( قید ـ حبس ) د کموالي له اړخه ټولو سیاسي او غیری سیاسي بندیانو ته د اخترونو، نوی کال او ملي ورځو په مناسبت ورکول کېدل، د هغوی د رهبرانو په ترور يې لاس پورې کړل، د پاکستان او امریکا په هڅو د طالبانو ترمنځ د سیاسي انشعاب او د دغه ملي ـ اسلامي حرکت د له منځه وړلو کمپاین یې په لاره واچول.

ډاکتر غني پدی هم بسنه ونه کړله بلکي مخکې لاړ او هغه د نوموړې په فکر د مجاهدینو د برخلیک تکرار پر طالبانو وو، د دغي دسیسي لومړني ګامونه د کابل ـ اسلام اباد او چین، امریکا هغه ۴ اړخیزی ناستي وی کوم چې افغان حکومت د ( ISI ) په ټټر دربولو د پاکستان سره د سولې په نوم د طالبانو د تسلیمي او پردی بللو ډکه ډرامه په لاره اچولي وه.

مګر طالبان يې ژر پر نیت پوه شول او امریکایانو هم دغه ته ورته سناریوګاني د افغان حکومت او پاکستان په فرمایش ومنلي کوم چې وروستي هغه يې د ۲۰۰۱ کال د امریکا د وخت دفاع وزیر جنرال رمز فیلډ هغه طرحه وه چې د ټرمپ د سهیلي اسیا په افغان وژنې او له سپکاوی ډکه طرحه کې يې غرض نغښتي وو
کوم چې دهغې پر بنسټ طالبان به یا تسلیمیږی کنه وژل کیږی.

مګر د طالبانو بي ساري مقاومت او خپلو ارمانونو ته ژمنتیا دغه د اورونو، باروتو او وحشتونو ستره ستراتیژی چې د نړي د تر ټولو غټ غیری هستوی بم چې د مور بم په نوم یادیږی کارونه يې پیل وو ماته او ناکامه کړله.
دغو مغرضانه مانورونو او بي سارې مقاومت د امریکا تاړاکګر شتون وننګاو، پر طالبانو د پاکستان اغیزه هسي تبلغات ثابت شول او پر ټوله کې د افغان حکومت نیت څرګند شو او امریکایانو درک کړله چې په داسي یو حکومت چې د نړۍ تر ټولو فاسد او په فساد کې اول نمبر ده، هغه چې د پردو په پنډونو او خیراتونو چلیږی، هغه چې ۶ میاشتی خپل پوځ ته معاش نشی ورکولای، هغه چې ټول قانون یی تر پښو لاندی شوی، هغه چې ټوپکسلاری په خپل اوج کې ده، هغه چې پارلمان یی ۳ کاله او کابینه یی ۵ کاله سرپرسته ده، ۵۲ سلنه خلګ یی د بی وزلۍ تر کرښی لاندی ژوند کړې، هغه چې ۱۰۰ کیلومیټره جغرافیه یی امنه نه ده، هغه چې ۲۰ سلنه امنیتی ځواکونه يی په ۵ کاله کې وژل شوی، هغه چې د ګاونډی هیواد د ویزی ترلاسه کولو لپاره یی وګړې مړه کیږی، هغه چې ۵ میلیونه وګړې یی وزګاره دی، هغه چې ۱۰۰ سلنه انکشافی او ۵۰ سلنه اختیاری بودجه یی بهرنی مرسته کوونکی تمویلوی، هغه چې هیڅ ملي ستره اقتصادی پروژه چې حداقل ۱۰۰۰ تنه وګړې پکې کار وکړی جریان نه لری او دیته ورته سلګونو نورو نادودو کې تر غاړي ډوب ده ملاتړ، پانګونه او تر ټولو مهمه داچې ورته متوجي ماته ولي جبران کړې، ولي لکه د ټرمپ په خبره له ځان څخه د لويي روسيې پر ځای کوچني روسېه جوړه کړې.

ـ افغان حکومت ته ټاکنې او امریکا ته سوله لومړیتوب
داسي مهال چې دواړه لوری ( طالبان ـ امریکا ) یو ستر اعلان ته چمتوالي نیسي او افغان ملت د یوه ۴۰ کلن ناورین د پای تمه لری د ډاکتر غني په مشری ۵۰ سلنه حکومت ته بیا ټاکنې لومړیتوب لری او د پردیو ټانګونو او چورلکو په رحمت کې د ورځی ۳۰۰ افغانانو وژنه او د ۵ کلونو جګړې ته تلل د واک او قدرت لپاره یو بي ارځښته او هیڅ قربانۍ ګڼي.
دوی امریکا ته د جګړې د دوام او د افغانانو د وژلو په برخه کې د لګښت د کموالي جالبي طرحی وړاندی کړې، د جګړې دوام د امریکا د شیطانۍ ځواک په خیر ګڼي او په ټوله کې دغه اقلیت سوله دښمنه کړۍ چې په امریکایی ويټامینو ستر شوی، روانې تپلي نیابتي جګړې میلیارډران کړې او د ړندو سرمایو او بی زحمته بنګلو څښتنان دی اولادونو یی د افغان انسان کړاونه نه دی ګاللي اوس همدوی د سولې تر ټول بد دښمنان او خنډ دی.
د دی ترڅنګ همداواس د هیواد ۵۵ سلنه جغرافیه د دوی له واکه وتلي، د ۱۳۹۸ کال د ولسمشریزو ټاکنو اکثریته نوماندان د ټاکنو روڼوالي خیال او د سراسری والي مهال ګڼي، د ټاکنو د څار بنسټونه بیا له سره د ټاکنو کول ممکن نه ګڼې او د ټاکنو د کمېسونونو بي طرفي او وړتیا تر پوښتني لاتدی راولي بل لور ته طالبانو ټاکني پخپلو نظامي اهدافو کې شامل کړې، نړېواله ټولنه او افغان ملت د ټاکنو خلاف یوازی د سولې اړوند اجماع لری او د ټاکنو کميسیون په یو تازه خبر کې رسنیو ته ویلي چې په همدغه ۴۵ سلنه جغرافیه کې هم د زرګونو ټاکنیزو مرکزونو د بندیدو ګواښ حتمي ده.

پداسي یوه وضعیت کې امریکا ته سوله لومړیتوب او دویته ( ټاکنې = جګړه ) د دغه بي شرمي شرمیدلي انتهاء ښیې.

ـ داعش، د (سي ای ې) افغان ملیشاوي او د بلي جګړې ویره

د دی ټولو سره، سره امریکا د خپل ۱۹ کلن شتون په جریان کې د وحشت د تداوم، د استخباراتي شبکو ـ جالونو د خورولو او په ټوله کې د خپلي ستراتیژیکي ژورتیا پر بنسټ په افغانستان او سیمه کې د مخامخ جګړه مار شتون ترڅنګ د یوې پراخي استخباراتي جګړې او جاسوسو مانورونو تابیا هم کړې ده.

زما په باور چې دغه باور د امریکايي ولسمشر ټرمپ په استخباراتي شتون له بي حده ټینګار څخه هم جوت ده، داچې امریکا د سولې په روان بهیر کې دوه مخي، نا ريښتوني او ټګ چلند کړې او هغه په له سولې وروسته افغانستان کې د خپلو استخباراتي عناصرو پرمټ چې داعش يې نا رسمي او د سي ای اې افغان ملیشاوي یونیفورم لرونکي ځواک ده د جګړې نیت ښوودنه کړې.

د بیلګي په توګه په افغانستان کې د داعش د وحشت کارې ترهګریزې ډلي له رامنځته کېدو تر ننه يوځل هم دغي ډلي امریکایان خپل نظامي هدف نه دی ګرځولي.
د دی ترڅنګ په بلخ کې میشت د شاهین قل اردو چې لکه د خوست KFC ځواک مستقیما د CIA له کابل سټیشن څخه امر ـ نهي اخلي.
دغي قلي اردو دوه ځله له جوزجان او سرپل څخه داعشیان د طالبانو د شدیدی محاصری څخه ژغورلي او په نظامي چورلکو کې یې د هوایي دهلیز له لاري په VIP بڼه کابل ته انتقال کړل.

د دی سره، سره کله چې د طالبانو له خوا پر داعش ترهګرو زور راشي او د محاصری کړۍ پرې تنګه شي نو داعشيان طالبانو ته نه حکومتيانو ته تسليميږي هغه چې تازه کونړ کې یوځل بیا پر داعشيانو د طالبانو له بريدونو وروسته يوه ډله داعش ترهګر بيا هم حکومت ته تسليم شوی.
د دی ترڅنګ امریکايي سیاستوال، نظامیان او رسنۍ له کله چې د سولې خبرې یوې پایلي ته نږدی شوی دوی د داعش ډله د امریکا ګټو او ملي امنیت ته ګواښ بللي او دهغه غټ ښوودنه او هڅونه يې شروع کړې.

په افغانستان کې د امریکا د استخباراتي شتون له بحثه وروسته په امریکا کي د بروان پوهنتون‌ یوه نوې څېړنه وايي چي د سي ای ې (سیا) افغان ملیشاووي د افغانستان د سولي په لاره کي ستر خنډ دي او د امریکا مرکزي استخبارات د دې افغان ملیشاوو ملاتړ کوي، او معاش، روزنه، او وسلې يې سیا ورکوي.

د بروان پوهنتون تحقیقات يو ځای وايي:

«د سیا افغان ملیشاوي یوه خطرناکه قوه ده. هغوی ته جګ معاشونه ورکول کېږي، او زیات امتیازات لري. هغوی به د خپل معاش د کمېدو سره سخت مخالفت وکړي،‌ او نه به هم په افغان امنیتي قواوو کي د ادغام لپاره علاقه وښيي. که چیري سیا هغوی خوشي کړي، هغوی به د یوه جنګسالار سره یو ځای سي، او یا به پر مختلفو ډلو باندي ووېشل سي، او ملکي کسان او سوداګر به شکوي.»
دا تحقیقات وايي چې د سیا افغان ملیشاوو ډېر زیات ملکي خلګ قتل کړي دي، او د بشر د حقوقو څخه يې ډیري سرغړوني کړي دي، د سیا افغان ملیشاوي د حکومت تر کنټرول لاندي نه دي، هغوی به د افغان دولت د جوړولو پروسه تخریب کړي، او هم به د دایمي سولي چانس خراب کړي.
د دی سره جوخت ( سیا ) یوازی په افغانستان نه بلکي په عراق کې د عراق زامنو په نوم یو ( ۱۰۰ زره ) ملیشه ځواک جوړ کړې وو، کله چې امریکایان په ۲۰۱۱ کال کې له عراقه وتل نو د دغه ځواک چارې يي بي برخلیکه پريښودی او دا ځواکونه بیا د نور مالکي له حکومت سره پر لږ معاش قانع نشول او د ناقانونه ـ وحشي مزاج پر بنسټ له حکومت سره پر جګړه واوښتل، هغه چې بیا د دوی لوی شمیر داعش جذب او د دغي ډلي په لیکو کې د وحشت تر ټولو ځناور ټیکداران وګرځیدل، د دوی کړنو نه یوازی د امریکا پښه بیرته عراق ته ورخلاصه کړه بلکي عراق او سوریه دواړه يې د نړېوالو استخباراتي جګړو، وحشت کاریو او غوبلونو پر لوبغالي بدل کړل.
امریکایان هم د خپل دغه ځواک د ساتلو او د داعش د سوکه، سوکه غټولو له لارې یقیننا چې د یوې بلي جګړې تابیا نیسي، زما د مالوماتو له مخي پدغه پروژه کې د افغان حکومت د ملي امنیت د ادارې پر شمول د شاهین قل اردو او یوشمیر نور خاین او پرديپال جوړښتونو او عناصر غوښنه برخه او تر ټول خطرناک ونډوال دي.

ـ طالبان او د یوه ملت د تاریخ له مسخي ژغورنې دریځ
پداسي یوه وضعیت کې چې امریکايي ولسمشر ټرمپ د دویم ځل لپاره د جګړې ټیکي او اشر ته د سیمي او نیمي نړۍ شریران رابللي او د تاجکستان د دفاع وزیر شیرعلي میرزاه هم له روان حالته خپل هيواد ته د متوجي ګواښونو څخه د ځان ژغورنې لپاره پر روسیې غږ کړې چې مرستي ته دی ور ودانګي او د افغانستان په پیچلي کشاله کې دی مداخله وکړې، ښیې چې ګران افغانستان د یوشمیر نا اهلانو له لاسه د یوه بل ګړنګ پر غاړه ده، هغه چې د لیوانو پر څیر له څیرونکو ګاونډیانو نیولي بیا د نړېوالو شریرو ځواکونو تر پټو او ښکاره دسیسو سره مخ ده.

داچې طالبان یوځل وړاندی هم د دغسي یوه ګونګ، پیچلي او خوراه خطرناک حالت څخه چې هغه د ګران افغانستان تجزیه، د قومي جګړو نغاره او پر ټوله کې د یوه عظیم ملت د تاریخ د ماتیدو، غرقیدو او تباه کیدو څخه دا ستر ملت په وروستي مېړانه وژغورل، داځل هم د تاریخ دا ستره سرښندنه چې منلي وه، یوځل بیا دا پیټی جګ کړې، دا رهبریت ومنې او پرینږدی چې لږ تر لږه یو ملت بیا مات نشي.

داچې تراوسه مو د ډیپلوماسۍ او سیاست په ډګر کې بی سارې بریا د یوه عزتمند او ځواکمن دریځ پر بنسټ ترلاسه کړې ده ولي د قطر ـ دوحي نهم پړاوو مذاکرات او د دی پړاو د مذاکراتو پر محور جنجالي بحثونه چې هغه د سولې وروسته افغانستان د تاریخی ثبات د مراندو ټینګیدو په لار کې بنسټیز او ستراتيژیک ګامونه دی، باید چې پرې ثابت پاتی شي.
تاسو باید هغه ننګوني چې نن يي قوی احتمالات شته د سبا افغانستان چې سوله ده حتمي وګڼي او د نن دغه کار باید سبا یوه ملت نور جبران نه کړې، نور ماتیدل باید پای ومومي، نور باید د جګړې د ډګرونو او سرښندنو جبیره په مدبرانه سیاست او مذاکراتو کې وشي، او د ذکر شویو ټولو انديښتو او ګواښونو مخه باید نن ونیول شي.
او دا بل څه نه مګر د سیاست او جګړې دواړو چې تر ننه مو نه دی ګټلي په پوره حوصلي سره ګټل دی، او طالبان يوازني افغان جهت ده چې پردی اړوند هیله تری کیږی نو تاریخی مسوولیت هم همدویته ورګرزی.

Tags

Related Articles

Back to top button