خبرونهسلايډ

سوریه: د امریکا په مشرۍ ایتلاف په بمبارۍ کې ۷۰ تنه ملکیان وژل شوي

 

لندن کې مېشت سوري فعالانو خبر ورکړی چې د امریکا په مشرۍ ایتلاف د بمبار له امله اوویا تنه مړه او لسگونه نور ټپیان شوي دي. د ایتلاف الوتکو د حلب له ښار څخه د ۱۴ کیلومترو په واټن لرې دوو کلیو باندې بمبارۍ کړي، حلب ښار په سوریه کې د داعش د جگړه مارو مرکز بلل کېږي.

نورو سوري فعالانو بیا د بمبار تلفات تر دې ډېر ښکاره کړي. د دوی په وینا د بمبارۍ له امله شاوخوا ۹۰ تنه وژل شوي دي. دې سیمه کې څو وارې د داعش د ډلې او کردي جگړه مارو تر منځ نښتې شوي. کردان ډېری ځله د امریکا د هوايي ځواک په مرسته جگړه کوي.

تېره اوونۍ هم د ایتلاف په بمبارۍ کې شاوخوا ۲۵ تنو ته مرگ ژوبله اوښتې وه خو د ایتلاف مسوولینو تر دې د تېرو بمباریو مسوولیت نه دی اخیستی.

 

 

Tags

ورته مطالب

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي.

Back to top button