افغانستان

سوداگرۍ خونه: د هېواد اقتصادي وضعيت له بحران سره مخ دی

د افغانستان د سوداگرۍ او صنايعو خونې چارواکو څرگنده کړې ده، چې د هېواد اقتصادي، سياسي او امنيتي وضعيت له بحران سره مخ دی او که دا حالت همداسې دوام وکړي، پاتې پانگه وال به هم له هېواده ووځي. دغه خونه ادعا کوي، چې حکومت خلکو سوداگرو سره د کړو ژمنو په عملي کولو کې پاتې راغلی دی.

سوداگرۍ خونې هېواد کې د امنيت نشتوالی او د حکومت د مشرانو تر منځ اختلافات هغه څه بللي، چې له امله يې د سوداگرۍ او پانگونې پر وړاندې جدي ستونزې رامنځته دي.

د دې خونې د مرستيال توفيق داوري په وينا تېرو دوو کلونو کې د هېواد اقتصادي، سياسي او امنيتي وضعيت له بحران سره مخ دی او که همداسې دوام وکړي، شته پانگوال به هم خپلې پانگې وباسي.

دا په داسې حال کې ده، چې هېواد کې روانو شپو ورځو کې د سوداگرو تښتونې او وژنې ډېرې شوې دي او يوازې تېرو دريو مياشتو کې له سلو ډېرې دا ډول پېښې ثبت شوې دي. په نږدې تېر وخت کې وسله والو د کابل خيرخانه کې د يوه سوداگر چلوونکی وواژه او د هغه زوی يې وتښتاوه، چې تر اوسه يې درک ونه لگېد.
دغه سوداگر حکومت ته گواښ کړی، چې د زوی د نه پيدا کېدو په صورت کې به ټول هېواد ته د درملو واردول بند کړي او کاري اعتصاب به وکړي.

د سوداگرۍ خونې مسوولان وايي، چې هېواد کې بې کاري اوج ته رسېدلې او که حکومت سوداگرو سره پر کړو ژمنو عمل ونه کړي، وضعيت به لا پسې خراب شي.

Tags

ورته مطالب

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي.

Back to top button