افغانستان

سنگین د سقوط په درشل کې

سنگین چې د هلمند له مهمو ولسوالیو څخه شمېرل کيږي یو وار بیا د سقوط په درشل کې ده. د ملي اردو د یو لوړ پوړي افسر په وینا شاید سنگین ولسوالۍ په څو راتلونکو ورځو کې د طالبانو له لوري ونیول شي.
د ملي اردو دې افسر چې د نوم له اخیستلو څخه یې ډه‌ډه وکړه زیاته کړه چې اوسمهال د سنگین ولسوالۍ ډېری برخې د طالبانو تر کنترول لاندې دي او یوازې یو څو کیلومټره د ملي اردو له سرتېرو سره دي چې هغه هم له سقوط سره مخ دي.
د هلمند ولایت ویاند عمر ځواک د رسنیو دغه راپورونه ردوي او وایي چې د سنگین ولسوالۍ له کوم گواښ سره مخ نه دی. تر ۲۰۱۴م مخکې هلمند د برتانوي پوځیانو کوربه ولایت وو چې د دوی ۲۵٪ عسکر همدې ولسوالۍ کې وژل شوي دي.

ورته مطالب

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي.

Back to top button