پاموړ

سمسونګ کمپنۍ وايي د شنې نښې والا موبايلونه واخلئ!

د سمسونګ کمپنۍ خپل نوي موبايلونه( ګلکسي نوټ ۷) وروسته له هغه د نړۍ له بازارونو او پېرېدونکو څخه بيرته راټول کړل چې په ځينو هېوادونو کې يې د بېټرۍ د چاودلو پېښي وشوې. له هغه وروسته سمسونګ په موبايلونو کې همدا مشکل حل کړ او له اخيستونکو څخه غواړي چې که غواړئ چې نوي ګلکسي نوټ ۷ واخلئ نو د سکرين په پاس کونج کې د بېټرۍ نښه يې چې په شنه رنګ وي هغه واخلئ، او که یې د بېټرۍ نښه سپينه وه (يوازې په ګلکسي نوټ ۷ کې) هغه له چا څخه مه اخلئ ځکه د هماغه نوټ ۷ د بېټرۍ مشکل د کمپنۍ لخوا نه دی اصلاح شوی.

نوراحمد عایل

ورته مطالب

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي.

Back to top button