پاموړ

سمسونګ کمپنۍ خپل نوي موبايل (سمسونګ ګلکسي نوټ ۷) بيرته راټولوي

سمسونګ کمپنۍ د خپل نوي موبايل سمسونګ ګلکسي نوټ ۷ (چې مخکې يې په مشخصاتو زموږ له پاڼې خبر شوي یئ) بیرته له بازارونو او هغو کسانو څخه چې دا موبايلونه یې اخيستي وي راټولوي. دوی وايي وروسته له دې چې د نړۍ په ځينو هېوادونو کې هغو کسانو چې دا موبايلونه یې اخيستي وو، د موبايل بېټرۍ يې چاودلې دي او اور یې اخيستی دي. سمسونګ وايي دا موبايلونه د نړۍ په لسو هېوادونو کې شاوخوا دوه نيم ميليونه پلورل شوي دي، چې له ټولو پلورنځيونو او هغو کسانو څخه به یې بيرته راټول کړي او پرځای به یې تر راتلونکو دوو اونيو نور نوي موبايلونه چې د بېټرۍ د اور اخيستو او چاودلو ستونزه نه لري ورکړي.
که څه هم دا راټولول به ډېر لګښت وغواړي خو سمسونګ وايي د مشتريانو رضايت زموږ هيله ده.
او تمه ده چې راتلونکې اوونۍ اېپل هم خپل نوی ايفون موبايل نندارې ته وړاندې کړي.

هغه موبایل انځور چې بيټرې چاودلې ده.

Samsung galaxy note 7 burns

نور احمد عایل

Tags

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي.

Back to top button