سيمه او نړۍ

سعودي کې د انگلستان سفير خپل اسلام اعلان کړ

سعودي کې د انگلستان سفير سايمن کولېس اعلان کړه، چې له خپلې سوريايۍ مېرمنې هدی سره له واده کولو لږ وړاندې مسلمان شوی. نوموړي سږ کال حج ادا کړ.

انگلستان کې چاپېدونکې ورځپاڼې گارډین په خپله ننۍ گڼه کې د دې خبر پخلی کړی. پر ټولنيزو شبکو د ښاغلي سايمن هغه انځورونه خپاره شوي، چې نوموړي په کې احرام تړلی دی او د حج مراسم ادا کوي. د انگلستان مسلمان شوی سفير دا مهال شپېته کاله عمر لري.

گارډین ورځپاڼې ليکلي، چې ښاغلی کولېس د خپل عمر له نيمايي ډېر وخت اسلامي ټولنه کړې تېر کړی دی.

خپله کولېس د خپل اسلام په اړه وايي: «زه له دېرش کلن ډيپلوماتيک خدمت وروسته مسلمان شوم، دا له هغه لږ مخکې وه چې له هدی سره واده وکړم».

کولېس له دې وړاندې عراق، سوريه او قطر کې د انگلستان سفير پاتې شوی او په تونس او عمان کې يې دندې ترسره کړې دي. هغه د منځني ختيځ د چارو پوه بلل کېږي او په ۲۰۱۲ز کې د بشار الاسد پر حکومت له نيوکو وروسته له سوريې وشړل شو.

Tags

ورته مطالب

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي.

Back to top button