غير مصنف

سعودي له ایران سره کړکېچ کې د پاکستان منځګړتوب ردوي

سعودي څرګنده کړې ده چې له ایران سره په روان کړکېچ کې د پاکستان منځګړیتوب منلو ته چمتو نه دی. د سعودي بهرنیو چارو وزیر، عادل جبیر تیره ورځ بحریني رسنیو ته ویلي: «سعودي دې ته چمتو نه دی چې د ایران او سعودي ترمنځ د روانې شخړې منځګړیتوب پاکستان وکړي.»
د روانې میاشت په ۲مه نېټه په ایران کې د سعودي سفارت ته د ایراني لاریون کوونکو له خوا اور واچول شو، چې په پایله کې یې د ایران او سعودي ډیپلوماتیکي اړیکې له منځه لاړې او سعودي د ایران سفارت په ریاض کې بند کړ. د سعودي او ایران ترمنځ له دیپلوماتیک کړکېچ وروسته بحرین، اماراتو، کویت په شمول ځینو نورو هیوادونو هم خپل سفارتونه په تهران کې د سعودي په ننګه وتړل.
تیره اونۍ د پاکستان لومړی وزیر نواز شریف او لوی درستیز جنرال راحیل شریف ایران او سعودي ته سفر کړی و، د سفر موخه یې د دواړو هېوادونو تر منځ د روان کړکېچ د اواري لپاره و، پاکستان په دې سفر کې د دواړو هیوادونو تر منځ د منځګړیتوب چمتووالی ښودلی و. نواز شریف او راحيل شریف د سفر په پاې کې اسلام اباد کې رسنیو ته وویل: «مونږ د دواړو هېوادونو له مشرانو سره خبرې وکړې، دواړه لوري د کړکېچ اوري ته حاضر دي.»
د پاکستان لومړي وزیر زیاته کړه: «د سعودي مشرانو ډاډ راکړ چې ایران ته د دښمن په سترګه نه ګوري او ایران سره به ډپلوماتیک اړیکې ولري.»
تېره ورځ عادل جبیر رسنیو ته وویل: «د پاکستان له منځګړیتوب مننه کو، خو له ایران سره د روان کړکېچ اوري ته حاضر نه یو.»

ورته مطالب

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي.

Back to top button