سيمه او نړۍ

سعودي عربستان د ترهګرۍ ضد د ۳۴ اسلامي هېوادونو ايتلافي پوځ جوړوي

د سعودي عربستان دفاع وزير محمد بن سلمان وايي، چې د پاکستان په ګډون ۳۴ اسلامي هېوادونو پرېکړه کړې، چې د سعودي په مشرۍ د ترهګرۍ ضد اسلامي پوځ جوړ کړي.
د سعودي عربستان رسمي رسنۍ د چارواکو له قوله وايي، چې په دغه ايتلاف کې به د پاکستان، ترکيې، اماراتو، مالېزيا، افريقايي هېوادونو په ګډون ۳۴ اسلامي هېوادونو عسکر برخه اخلي.
د اسلامي هېوادونو دغه ايتلافي پوځيانو مشري به سعودي عربستان کوي او د عملياتو مرکزي دفتر به يې د سعودي پلازمېنې رياض کې وي.
د سعودي دفاع وزارت له لوري په خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي، چې دغه ايتلافي سرتيري به په ايتلافي اسلامي هېوادونو کې د هر هغه ګوند او ډلې پر ضد جګړه کوي، چې د خلکو او حکومت امنيت ته ګواښ وي.
په دغه ايتلاف کې د ايران نوم نه شته.
د څارونکو په اند د دې لامل د سعودي او ايران سيمه ييز رقابتونه او عربي نړۍ کې د ايران مداخلې دي.
رويټرز خبري اژانس وايي، چې د سعودي دېرش کلن دفاع وزير محمد بن سلمان نن «سه شنبه» رياض کې رسنيو ته وويل، چې د اسلامي هېوادونو د ايتلافي پوځيانو پر مټ به افغانستان، ليبيا، عراق، سوريې او نورو هېوادونو کې د ترهګرو پر ضد روانه جګړه لا پياوړې شي.
محمد بن سلمان رسنيو ته د اسلامي هېوادونو د پوځي ايتلاف د مېکانېزم په اړه څه ونه ويل.
«سوريې او عراق کې د پوځي عملياتو لپاره نړيوالو هېوادونو سره اړيکه نيسو او له عملياتو وړاندې موږ د علمياتو هر ډول حقوقي اصول په پام کې نيسو.»
د سعودي عربستان په مشرۍ ايتلافي هېوادونه له تېر يو کاله يمن کې د حوثي ملېشو پر ضد علميات کوي او تر اوسه يې عدن او مارب ولايتونه له حوثيانو نيولي دي.
امريکايي چارواکو په خپلو تازه څرګندونو کې ويلي، چې يمن کې د حوثي ملېشو پر روان عمليات که د داعش پر ضد کارول شوي وای، نو ډېره به ښه وه.

Tags

ورته مطالب

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي.

Back to top button