خبرونهسلايډ

سعودي شهزاده: ایران غواړي د حج پروسه سیاسي کړي

څو ورځې وړاندې د ایران رهبر خامنه‌ای د حج په پیغام کې ویلي وو چې سعوديان د حج د مدیریت صلاحیت نه لري او د نړۍ مسلمانان باید د حج د مدیریت په اړه فکر وکړي. تېر کال د حج په مراسمو کې شاوخوا ۴۶۰ ایراني حاجیان د مینا په مراسمو او د مکي حرم ته څېرمه د جرثقیل د پرېوتو له امله مړه شول.

خامنه‌ای د مینا او د جرثقیل دواړه پېښې د سعودي د حکومت له لوري قصدي بللي دي او زیاته کړې یې ده چې سعودیانو دغه کار قصدا کړی او د سعود کورنۍ یوه خائنه او تورمخې کورنۍ ده.

د خامنه‌ای د دې څرګندونو په غبرګون کې د سعودي شهزاده محمد بن نایف ویلي چې ایرانيان یوازینې خلک دي چې غواړي د حج پروسه سیاسي کړي. ایراني چارواکي پخوا هم په دې تورن شوي دي چې دوی غواړي چې د حج مراسمو کې ګډوډي راوړي. په تاریخي ډول څو وارې ایراني حاجیانو د حج په مراسمو کې مزاحمتونه کړي دي.

د سعودي مفتي عبدالعزیز ال شیخ هم د خامنه‌ای د خبرو په غبرګون کې ویلي چې ایرانیان مسلمانان نه دي او دوی له پخوا نه زردشتیان پاتې شوي دي.

Tags

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي.

Back to top button