افغانستانخبرونهسلايډسيمه او نړۍ

سعودي د ترهگرۍ په تور ۴۷ تنه اعدام کړل

د سعودي عربستان د کورنیو چارو وزیر محمد بن نایف نن اعلان کړه چې دوی پرون ۴۷ تنه د ترهگرۍ په تور اعدام کړل. په اعدام شویو کسانو کې د سعودي شیعه‌وو مشر عالم نمر النمر او سني عالم فارس الشوال هم شامل وو. شیعه‌ عالم نمر النمر د ۲۰۱۱ کال کې د عرب پسرلي له پيل سره سم په سعودي کې د حکومت پر ضد لاريونونه شروع کړي وو چې د حکومت له لورې ونیول شو او وروسته محکمې د نافرمانۍ، فتنې او وسلې پورته کولو په تور پرې د اعدام حکم کړی وو. النمر دا منله چې سیاسي فعالیت کوي او تر پایه پورې دا رد کړه چې گواکي د حکومت پر وړاندې یې وسله پورته کړې وي.
د کورنیو چارو وزارت له لوري د اعدام شوو کسانو په لېست کې دوه تنه بهرنیان هم شامل ول. د کورنیو چارو وزیر چې د دغه لست په اړه معلومات د سعودي د رسمي چینل له لاري ورکول، وويل چې په اعدام شوو کسانو کې ډېری له القاعدې سره د تړاو په تور نیول شوي وو. په دوی دا تور و، چې د ۲۰۰۳ کال څخه تر ۲۰۰۶ کال پورې د سعودي د حکومت پر ضد په فعالیتونو تورن وو. فارس الشوال په ۲۰۰۴ کال کې د سعودي او یمن د پولې تر څنگ له وسلو سره یوځای نیول شوی و.
د کورنیو چارو وزارت ویاند منصور الترکي رسنیو ته وویل: «د محکمې له حکم سره سم د دې لست د ځینو کسانو سرونه په تورو پرې شوي دي او ځیني نور بیا په مرمیو وژل شوي دي» ده همدارنگه زیاته کړه چې د ۲۰۱۱ کال په نیول شوو بندیانو کې د النمر ۱۷ کلن وراره علي هم شامل دی چې د اعدام شوو کسانو په لېست کې یي نوم نشته.


د ارامۍ غوښتنه:
د نمر النمر د اعدام له خبر سره سم د سعودي په شیعه مېشتو ختیځو سیمو او د منځني‌ختیځ په ځینو نورو هېوادونو کې د حکومت پر ضد لاریونونه پیل شوي دي. د نمر ورور محمد نمر له لاريون کوونکو څخه د ارامۍ غوښتنه کړې. ده وویل: «دغه لاریونونه به د سعودي ځوانانو غوسه راوپاروي چې ورسره به تاوتریخوالی رامنځته شي» ده له ټولو شیعه ځوانانو د ارامۍ غوښتنه وکړه.
نمر خپلې لوړې زده‌کړې ایران کې تر سره کړې وې. لس کاله يې ایران کې ژوند کړی وو. هلته يي په الهیاتو او عقاید کې تخصص کړی وو.


غبرگونونه:
د نمر د اعدام له خبر سره سم د سعودي په ختیځو شیعه میشتو سیمو، بحرین او ایران کې د سعودي د حکومت پر ضد لاریونونه پیل شول. په تهران کې د سعودي سفارت ۱۰۰۰ کسانو محاصره کړی وو. په ټولنیزو شبکو کې ځیني ویډیوگانې خپرې شوي، چې لاریون کوونکي د سعودي سفارت سوځوي.
د ایران د بهرنیو چارو وزیر جواد ظریف د سعودي دغه کړنه یو غیر مسوولانه او بی‌احتیاطه کار وباله، ده له مظاهره کوونکو څخه غوښتنه وکړه چې له تاوتریخوالي کار وانه‌خلي. د ایران د بهرنیو چارو وزارت ویاند حسین جابر انصاري رسنیو ته وویل چې د سعودي د حکومت ورستۍ پرېکړه به دوی ته په لوړه بیه پرېوځي.
د کورنیو چارو وزیر وویل چې یوازې سږکال د القاعدې وسله‌والو د سعودي پر حکومت ۳۰ بریدونه کړي دي. د ۲۰۰۳ کال په برید کې چې یوه حکومتي ودانۍ په نښه شوې وه تر ۳۰ ډېرو کسانو ته په کې مرگ-ژوبله اوښتې وه.ده زیاته کړه چې نمر د سعودي حکومت او خلکو د گټو پر خلاف مبارزه کوله. نمر غوښتل چې سعودي ووېشي.
دا په داسي حال کې ده چې د بښنې نړیوال سازمان د ۲۰۱۵ کال د راپور له مخې د سعودي حکومت په تېرو شلو کلونو کې د نړۍ تر ټولو ډېر اعدامونه کړي دي. دوی یوازې ۱۵۰ تنه تېر کال اعدام کړي دي. د سعودي حکومت دغه راپور ردوي او دوی د ایران حکومت په ډېرو اعدامونو تورنوي

Tags

ورته مطالب

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي.

Back to top button