خبرونهسلايډسيمه او نړۍ

سعودي ایراني دیپلوماتانو ته ۲۴ ساعته وخت ورکړی

د سعودي عربستان د بهرنیو چارو وزیر عادل الجبیر نن ایراني دېپلوماتانو ته د یوه خبرې کنفرانس له لارې خبر ورکړ چې سعودي عربستان دې په ۲۴ ساعتونو کې پرېږدي.

د سعودي د بهرنیو چارو وزارت دغه غبرگون وروسته له هغې ښکاره کړ چې د ایران په تهران او مشهد ښارونو کې لاریون‌والو د سعودي پر سفارت او کنسولگرۍ بریدونه وکړل او دواړو ته یي اور ورته کړ.

د ایران او سعودي د حکومتونو تر منځ لفظي شخړې وروسته له دې منځ ته راغلي چې سعودي حکومت د شنبې په ورځ شیعه عالم نمر النمر له نورو ۴۶ تنو سره یوځای اعدام کړ.

د برتانیي، امریکا او فرانسي بهرنیو چارو وزارتونو د سعودي د اعدام کړنه غندلې ده او تر څنګ یې له ایران څخه غوښتنه کړې چې باید د ډېپلوماتیکو سیمو امنیت ټینګ کړي. د فرانسي د بهرنیو چارو وزارت ویلي چې لاریونونه باید سوله‌ییز وي.

ایرانیان په سعوديانو تور پورې کوي چې ګواکې دوی شیخ نم النمر د شیعه‌توب په تور اعدام کړی، خو سعودي حکومت بیا دغه تورونه ردوي او وایي چې اعدام شوي کسان په ترهګریزو کړنو او بریدونو کې لاس لاره. دوی زياتوي چې سعودي حکومت د شیخ نمر النمر تر څنګ سني عالم شیخ فارس الشوایل او ۴۵ نور سني مذهبه هم اعدام کړي دي.

Tags

ورته مطالب

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي.

Back to top button