پاموړ

سریلانکا د نیوزیلینډ په وړاندې د لوبو سریز وبایلله

نن د سریلانکا او نیوزیلینډ ملي لوبډلو تر منځ پنځمه او وروستۍ یوه ورځنۍ لوبه ترسره شوه. دغې لوبې کې نیوزیلینډ د سریلانکا لوبډلې ته ماتې ورکولو سره د پنځو یوه ورځنیو لوبو د سریز ګټوونکی شو.

د لوبې پچه د سریلانکا لوبډلې وګټله او د ډګر ساتنې پریکړه يي وکړه. نیوزیلینډ لوبډلې په ټاکلو شوو پنځوسو اورونو کې پنځه لوبغاړي له لاسه ورکولو سره ۲۹۴ منډې جوړې کړې.

د نیوزیلینډ لوبډلې ټولو توپ وهوونکو غوره لوبه وکړه. ګپټېل په ۱۰۹ توپونو د نهو څلوریزو او دریو شپږیزو په مرسته ۱۰۲، ویلیمسن په ۷۲ توپونو د اوو څلوریزو په مرسته ۶۱ او ټېلر هم په ۶۷ توپونو د څلورو څلوریزو او یوې شپږیزې په مرسته ۶۱ منډو جوړولو سره ښه وځلیدل.

د سریلانکا لوبډلې لپاره کولسېکرا تر ټولو بریالی توپ اچوونکی ثابت شو. نوموړی خپل لسو اورونو کې ۵۳ منډې ورکړې او د نیوزیلینډ درې لوبغاړي يي له مخې لرې کړ.

د سریلانکا لوبډلې د متیوز غوره توپ وهنې سربیره بیا هم د دغې هدف په پوره کولو کې پاتې راغله. سریلانکا په ۴۷.۱ اورونو کې خپل ټول لوبغاړي له لاسه ورکولو سره ۲۵۸ منډې جوړې کړې.

د سریلانکا لپاره متیوز په ۱۱۶ توپونو د شپږو څلوریزو په مرسته ۹۵ او چندیمل په ۶۵ توپونو د څلورو څلوریزو او یوې شپږیزې په مرسته ۵۹ منډو جوړولو سره ښه لوبه وکړه.

د نیوزیلینډ لوبډلې لپاره هینري پنځه، بولټ درې او میلني او سانټنر یوه یوه ویکټه واخیسته.

نیوزیلینډ لوبډلې د پنځو یوه ورځنیو سیالیو دغې وروستۍ لوبې له ګټلو سره د سریلانکا لوبډلې ته د یوه ورځنیو سیالیو په سریز کې ۳-۱ سره ماتې ورکړه.

Tags

ورته مطالب

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي.

Back to top button