افغانستانخبرونهسلايډ

سرچينې: د انس حقاني په ګډون د ۵زره طالب زندانيانو لیست امريکاته سپارل کيږي

دا دوه امريکايان “کوین کینگ او تیموتی ویکس” نومیږي چې د ۲۰۱۶کال د اګست په مياشت کې د کابل له ښاره وتښتول شول. که دا تبادله وشي نو دابه د سولې پروسه ځواکمنه او روانه وساتي.

په کابل کې ځیني باوري سرچيني د امريکا اوطالبانو ترمنځ د يوې لويې تبادلې شونتيا په ډاګه کوي، چې د يوشمير داخلي اوخارجي زندانيانو په بدل کې د نږدې شاوخوا ۵زره طالب زندنيانو د تبادلې تياری روان دی.

تيره ورځ د افغانستان د ملي امنيت پخواني ریس رحمت الله نبیل هم د دې خبري پخلی وکړ، چې په وينايې د انس حقاني په ګډون د ۵زره طالب زاندانيانو لیستونه امريکاته سپارل کيږي، ترڅو د ۲امريکايي اتباعو اويوشمېر نورو زندانيانو په بدل کې ازادکړای شي.

دا دوه امريکايان “کوین کینگ او تیموتی ویکس” نومیږي چې د ۲۰۱۶کال د اګست په مياشت کې د کابل له ښاره وتښتول شول.
که دا تبادله وشي نو دابه د سولې پروسه ځواکمنه او روانه وساتي.

Related Articles

Back to top button