افغانستانسلايډ

سرنوشت: حکومت خبريالان د ناامنيو په اړه له معلوماتو خپرولو منع کړي

سرنوشت ورځپاڼې کابل او ولايتونو کې د ژورنالستانو له خولې ليکلي، چې حکومتي چارواکي د نا امنيو په اړه معلومات نه ورکوي او ترې غوښتي يې دي، چې پر امنيتي پېښو تمرکز ونه کړي.

ورځپاڼه وايي، چې حکومت پلوي کسان دا د حکومت رسمي تگلاره بولي او وايي، چې د امن د ټينگښت په موخه دا کار کېږي. هغوی زياتوي امنيتي ادارو ته امر شوی، چې د امنيتي ځواکونو د مرگ ژوبلې په تړاو معلومات خپاره نه کړي. له همدې امله په دې وروستيو کې سره له دې چې د حکومت د وسله والو مخالفينو بريدونه او د نړيوالو راپورونو پر اساس د امنيتي ځواکونو تلفات د پخوا په پرتله ډېر شوي دی، خو امنيتي چارواکي ادعا کوي، چې د امنيتي ځواکونو تلفات کم او وسله وال مخالفين کمزوري شوي دي.

سرچينې څرگنده کړې، چې د کندوز، هلمند او ننگرهار په گډون گڼو نورو ولايتونو کې نا امني اوج ته رسېدلې او ويل کېږي، چې وسله وال مخالفین ان ښارونو کې تگ راتگ کوي، خو امنيتي ادارې په دې اړه معلومات نه ورکوي. د سرچينې په قول ځينو سيمو کې ژورنالستان په دې اړه له معلوماتو ورکولو منع کړل شوي دي او که معلومات خپروي هم بايد يوازې د حکومت نظر خپور کړي.

قانون پوهان په دې اند دي، چې دغه حکومتي تگلاره ناسمه ده، ځکه له يو پلوه نه بايد هر ډول معلومات له خلکو پټ وساتل شي او له بل پلوه په داسې کولو چارواکي د ولس له فشاره خلاصېږي او يو وار بيا ناامنۍ ته لار اوارېږي.

Tags

ورته مطالب

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي.

Back to top button