روغتيا

سرطان هر کال د ۱۵ زره افغانانو ژوند اخلي

د عامه روغتیا وزارت له لورې د یوه نوي خپاره شوي راپوره پر اساس هر کال ۲۰ زره افغانان د سرطان په ناروغۍ اخته کېږي چې له دوی څخه ۱۵ زره تنه خپل ژوند له لاسه ورکوي.

د عامه روغتیا وزیر فیروز الدین فیروز د وینا له مخې د افغانستان حکومت په جمهوریت روغتون کې یوازې یوه وړه څانگه د سرطان د ناروغۍ د علاج لپاره جوړه کړې ده. فیروز زیاته کړه چې په نږدې راتلونکي کې به د کابل په لويدیځ کې د استقلال روغتون کې د سینې د سرطان د علاج لپاره څانگه پرانيزي. فیروز همدارنگه زیاته کړه چې په راتلونکي کې د روغتونونو د لایسنس اخیستلو لپاره د سرطان د ناروغۍ څانگه شرط وي.
د روغتیا وزیر زیاته کړه چې موږ په دې وروستیو کې افغان ډاکټران چین ته د سرطان د علاج د زده ‌کړې لپاره استولي دي. ده همدارنگه زیاته کړه چې د اتوم د نړیوالې ادارې د نړیوالو محدودیتونو له امله موږ نه شو کولی چې د وړانگو له لارې د علاج ماشینونه را وارد کړو. وزیر همدارنگه ژمنه وکړه چې موږ کوښښ کوو چې نږدې راتلونکي کې دغه ماشینونه وارد کړو او د نړیوالو شته شرایط ومنو.
فیروز الدین فیروز پر افغان ناروغانو غږ وکړ چې خپلې پیسې په نورو هېوادنو کې ضایع نه کړي، ځکه اوس په کور دننه د ډېرو ناروغیو علاج کېږي. ده زیاته کړه چې افغانان هر کال ۳۰ ملیونه ډالر بهر په علاج لگوي.
سبا په نړۍ کې د سرطان د ناروغۍ پر ضد د جگړې ورځ ده. فیروزالدین په دې غونډه کې دغه معلومات وړاندې کړل.

 

ورته مطالب

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي.

Back to top button