افغانستانخبرونهسلايډسيمه او نړۍ

سرتاج عزیز: د سولې راوستو اصلې مسئوليت د افغانانودي، موږ ورته فضا برابروو

په اسلام ابادکې د څلورو هېوادونو په غونډه کې د پاکستان د خارجه چارو سلاکار سرتاج عزيز ویلې چې د سولې کولو نه کولو اصلي مسئوليت د افغان حکومت اوطالبانو په غاړه دی، درې ګونې هيوادونه يوازي د اساني پیداکولو اوفضابرابرولو رول اداکوي، سرتاج عزیز وویل پاکستان په افغانستان کې د تلپاتې امنيت اوسولې غوښتونکې دی او د دې لپاره د دريمګړې رول اداکوي اود سولې اصلي مسوليت د دو افغان لوريو طالبانو اودولت پرغاړه ده.

د څلورو هېوادونو په دغه غونډه کې  د څلورو هېوادونو د استازو په توګه د افغانستان د دولت له لوري د بهرنيوچارو مرستيال وزير حکمت کرزی، د چين د ولسي جمهوريت په استازيتوب د چين لخوا د افغانستان لپاره ځانګړې استازي ډينګ زي جون، د امريکا د متحده ايالاتو په استازيتوب دافغانستان اوپاکستان لپاره ځانګړې استازې رچرډ اولسن اود پاکستان لخوا د خارجه چارو خاص سکرتر اعزازچوهدري او سرتاج عزيز ګډون کړی و.

له غونډې وروسته دڅلورو هيوادونو په ګډه اعلاميه کې داسيازړه کانفرنس او د څنګ ليکې دغونډې په تړونونو ټینګار وشو، په غونډه کې پریکړه وشوه چې د جنوري د مياشتې په اتلسمه نېټه به دې ته ورته غونډه په کابل کې کيږي چې دسولې دخبرو لپاره به نقشه وړاندي کوي

ورته مطالب

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي.

Back to top button