افغانستانسلايډ

سرتاج عزيز: هڅه کوو تر درې اوونيو طالبان خبرو ته حاضر کړو

بهرنيو چارو کې د پاکستان د لومړي وزير سلاکار سرتاج عزيز يو وار بيا ويلي، چې تر درې اوونيو به طالبان د سولې خبرو ته حاضر کړي. ښاغلي عزيز دا خبرې په داسې حال کې کړي، چې افغان حکومت وايي، اوسمهال طالبانو سره د خبرو لپاره هيڅ پروگرام نه لري.

دغه پاکستان چارواکی هيله ښيي، چې په نږدې ورځو کې به سولې ته د طالبانو د حاضرولو هڅې نتيجه ورکړي. د ملي يووالي حکومت مشرانو د دې خبرو غبرگون کې ويلي، چې تر څو پاکستان خپل چلن کې بدلون را نه ولي، تر هغه پرې باور نه شي کېدی.

د افغان سولې په اړه پخوا هم پنځه څلور اړخيزې غونډې شوې دي، خو تر اوسه يې کومه مثبته پایله نه ده ورکړې. وروستيو غونډو کې د گډونوالو هيوادونو استازو په کلکه وويل، چې ډېرې ژر به طالبانو سره نېغ په نېغه خبرې پيل شي. خو طالبانو افغان حکومت سره خبرو اترو ته خپل شرطونه ايښي دي، چې افغان حکومت او نړيوالو ملاتړو ته يې د منلو نه دي.

سرتاج عزيز ازادۍ راډيو سره خپلو خبرو کې دا هم ويلي، چې سوله او امنيت د څو اوونيو خبره نه ده خو سولې ته د رسېدو لار د دواړو لوريو تر منځ مذاکرات دي.

Tags

ورته مطالب

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي.

Back to top button