اسلامسلايډ

زه څنګه مسلمان شوم؟

غلام عمر عبدالله

د http://www.alfagsh.com ويب پاڼي د يوه رومانيايي کس، د اسلام راو وړلو عجيبه کېسه ليکلې ده;

نوموړی وايي:
زه په ۱۹۹۳ کال کي له رومانيا څخه ترکيې ته په سيلاني سفر ولاړم.
زموږ سياحت يو داسي کلي ته ورسېدی چي هلته کوم هوټلونه او د شپې تېر لپاره ځانګړي ځایونه نه وه.
موږ له يوه کليوال څخه پوښتنه وکړل، ايا دلته کوم هوټل او د شپې تېر ځای شته؟

کليوال راته وويل: دلته هوټل نه شته، مهربانه وکړئ زما سره کورته ولاړ شئ.
زه او مېرمن مي له کليوال سره روان او کورته ورسېدلو، په کور کي زموږ په نظر د اوسېدلو يوه خونه او وړوکی پخلنځی راغی.
پنځه ماشومان او دوه بوډاګان په کور کي ناست وه.
کوربه په ډېره تواضع او ميني سره زموږ خدمت کاوه او د ماخستن ډوډۍ يې راته تياره کړل.

له ډوډۍ خوړلو وروسته کوربه راته وويل: ته او مېرمن به دي په همدې اطاق کي ويده شئ موږ به په بلي خوني کي ويده شو.
کله چي سهار شو ما غوښتل له خوني څخه ووځم او د کوربه له خدمت او مېلمه پالني څخه مننه وکړم.
کله چي د کور انګړ ته را ووتلم ګورم چي کوربه له خپلي ټولي کورنۍ سره په داسي حالت کي تر وني لاندي شپه تېره کړې وه او د اوسېدلو خونه يې موږ ته راخالي کړې وه چي هوا هم ډېره سړه وه.

ما کوربه ته وويل: ته لېونی يې؟، تا ولې داسي وکړل چي له ماشومانو سره دي شپه تر وني لاندي تېره کړل؟
کوربه راته وويل: نه! زه ليونی نه بلکه مسلمان يم!
او په اسلام کي د مېلمه ډېر ستر حقوق دي او زه يې په همدې امر کړی وم کوم چي مي ستا په مقابل کي ترسره کړل.

مېرمني مي وژړل، او ويې ويل: دا څه ډول دريځ او مېلمه پالنه ده!
په غربي ټولنه کي خو څوک د خپل اولاد او نږدې خپلوانو لپاره هم دومره سختي او تکليف نه تېروي.
په رښتيا چي همدا هغه واقعي اسلام دی، نه هغه اسلام کوم چي موږ يې په اړه له غربي رسنيو څخه اورېدلي دي.

د کور له څښتن څخه مي غوښتنه وکړل، څنګه کولای شم چي اسلام وپېژنم؟!
د کور څښتن راته وويل: که غواړې چي اسلام وپېژنې اسلام په قران او نبوي سنت کي مطالعه کړه.
د اوسنۍ مانې په مسلمان کي اسلام نه شې پېژندلای.

د کور څښتن يو ژباړل شوی قران او د رسول الله صلی الله د احاديثو يو ژباړل شوی کتاب راکړ.
د کور له څښتن څخه مو مخه ښه وکړل او د اسلام د مطالعه کولو لپاره مو هغه څه رانيول کوم چي د کور څښتن يې سپارښتنه راته کړې وه.

دوې مياشتي مي نوري هم په ترکيه کي تېري کړلې او کله نا کله به د هم هغه کور څښتن ته ورتلم او د ځينو مسائلو او اسلامي موضوعاتو په اړه به مي پوښتني ځيني کولې او هغه به هم په ډېره مينه مرسته راسره کول.
الحمدلله!
له دوې مياشتنۍ مطالعې وروسته الله تعالی زه او زما مېرمن د اسلام په سپېڅلي دين مشرفه کړلو او د کفر له تاريکۍ څخه يې د اسلام او ايمان رڼا ته راوايستلو.

کله چي د ترکيې له سفر خپل هيواد رومانيا ته راستون شوی يم، له هغه وخت تر اوسه د اسلام په دعوت او خدمت مصروف يم.
الحمدلله!
د اسلامي مرکز، دعوت او نشراتو په وسيله زما په لاس زرګونه انسانان د اسلام په دين مشرفه شوي دي.
نو ما هم ځکه د خپل اسلام راوړولو عنوان داسي ټاکلی دی: کوربه چي کله تر اوني لاندي ويده شو، نو له امله يې زرګونه انسانان په اسلام مشرفه شول.

ورته مطالب

Back to top button