پاموړ

زغمل او نه زغمل

 اسدالله غضنفر

موږ په پښتو کې زغم د انګریزي د Tolerationاو Tolerance لپاره استعمالوو. په پښتو کې تحمل، رواداري او برداشت هم د زغم لپاره استعمالېږي. د عربي ژبې تساهل او تسامح د زغم او ټلرنس لپاره یو بل معادل دی.

د زغم مفهوم اوسنی نه دی خو په دې باره کې بحثونه په اوسنۍ زمانه کې زیات شوي دي، ځکه اوسني خلک د ټکنالوژي په برکت له یو بل سره ډېره رابطه لري او له بلې خوا خطرناکې وسلې خبرداری راکوي چې که انسانان یو بل ونه زغمي، ممکن ټول تباه شي.

د هند په تاریخ کې لوی پاچا اشوکا د زغم یو اعلی مثال دی. اشوکا چې په دریمه میلاد مخکې پېړۍ کې اوسېده، یو فرمان صادر کړ چې د ده په قلمرو کې د ټولو قومونو او عقیدو درناوی پکار دی. اشوکا ویلي وو چې د نورو عقیدو ته درناوی خپلې عقیدې ته د درناوي سبب ګرځي.

په لرغوني یونان کې مذهبي زغم یو څه زیات و خو په لرغوني روم کې به کله ناکله د تحمل او تساهل ځای تعصب او تشدد ونیو. د مورخانو په نظر مشرکو رومیانو عقیده لرله چې که ګمراهان سزا ونه ویني، د خدایانو قهر به ټوله ټولنه راونغاړي. دې عقیدې ځینو کسانو او په تېره بیا عیسایانو ته جنجالونه جوړ کړل او چې رومیان عیسایان شول، د خپلو مشرکو پلرونو استدلال ورته ښه ښکاره شو. دوی په خپل وار له غیرعیسوي خلکو سره په زغم ونه چلېدل.

وروسته بیا د رنسانس په زمانه او ورپسې پېړیو کې ځینو اروپایي مفکرانو د زغم د خپرولو لپاره ډېر کار وکړ. د رنسانس د وخت هالنډي مفکر اراسموس له غیرکاتولیکو سره د بې زغمه چلند په باره کې ویلي وو چې:« د ناروغ علاج د ناروغ تر وژلو غوره عمل دی.» د شپاړلسمې پېړۍ یو پروتسانت عالم سبستیان کاستیلو د کاتولیکې کلیسا د چلند په مخالفت کې ویلي دي چې:« د یو چا وژل د یوې عقیدې خوندي کول نه بلکې د یو چا وژل دي.»

انګریز فیلسوف جان لاک په ۱۶۸۸ کې د زغم په باره کې یوه رساله وکښله. ده استدلال وکړ چې ایمان له زړه سره تعلق لري او د یو چا په زړه کې د زور له لارې ځای پیدا کول ممکن نه دي. د ده په نظر د زور له لارې ممکنه ده چې یو څوک په ایمان باندې تظاهر وکړي خو تظاهر ریا او منافقت ته لار پرانیزي چې ایمان پکې زیان ویني او بلکې له منځه ځي.

تاریخ راته وایي چې په اسلامي ټولنه کې مذهبي زغم زیات و. کله چې حضرت رسول اکرم( ص) مدینې ته هجرت وکړ او مسلمانان د واک څښتنان شول نو د مسلمانانو د ادارې په سیوري کې یهود او نصارا په سوله او امن کې اوسېدل. په راوروسته پیړیو کې مسلمانانو له اسپانیا تر هنده پورې ډېرې سیمې فتحه کړې مګر نور قومونه یې مجبور نه کړل چې خپل دین پرېږدي. هند او اسپانیا د مسلمانانو د دغسې چلند دوه مثالونه دي. هغه بې زغمي چې نن سبا په ځینو اسلامي ټولنو کې لیدل کېږي، د مسلمانو پوهانو په نظر نه د اسلام له تاریخ سره تعلق لري او نه د اسلام له اساساتو سره.

د زغم بحث که څه هم په تاریخي لحاظ تر ډېره حده له دین او مذهب سره زیات تعلق لري خو په اوسني زمانه کې د سیاسي، کلتوري او اجتماعي زغم بحثونه هم تاوده دي.

د زغم مفهوم د انسان د ژوند په اندازه پخوانی دی مګر علمي بحث ورباندې ډېر وروسته پیل شوی دی. موږ چې یو څه نه منو خو د نورو په خاطر ورسره میرڅي نه کوو، نو وایو چې زغموو یې؛ نو زغم د هغه څه منلو ته وایي چې نه یې منو. البته، دا تعریف که توضیح نه شي، بې معنا غوندې دی او تناقض پکې ښکاري. د زغم په مفهوم باندې د پوهېدو لپاره څو ټکو ته پام پکار دی.

هغه څه چې زغمو یې ، زموږ مطلوب او د خوښې شی نه وي. په مونږ که څوک ګران وي، د هغه په باره کې دا نه شو ویلای چې زغمو یې؛ زغمو به هغه څوک چې خوښ مو نه دی خو ګوزاره ورسره کوو.

د هغه څه په وړاندې چې نه مو خوښېږي، درې ډوله چلند کولای شو: یا ورسره میرڅي او دښمني کوو، یا یې هغه د چا خبره بېخي په کیسه کې نه یو او یا یې په کیسه کې یو اما زغمو یې.

د هغه څه په وړاندې چې په کیسه کې یې نه یو، بې اعتنا او بې پروا یو. بې اعتنایي او بې پروایي (Indifference) له زغم څخه فرق لري. بې پروا هغه څوک دی چې د یوې موضوع په مقابل کې حساسیت نه لري او شتون یا نه شتون یې ورته مهم نه وي. کله چې د یوه شي شتون او نه شتون راته مهم نه وي، نو زغم ته پکې ضرروت نه پېښېږي. که یو څوک په غوږو کوڼ وي او د نورو د شورماشور پروا ونه ساتي، مونږ نه شو ویلای چې ده د نورو شورماشور وزغامه. هغه څوک چې د یوې موضوع په وړاندې یې د زغم څښتن بللای شو، نه په موضوع باندې راضي دی او نه یې په مقابل کې بې پروا دی.

هغه څه چې ورباندې راضي نه یو خو اعتراض ورباندې نه کوو، یا له بې وسۍ او وېرې ورباندې معترض نه یو او یا د مقابلې او اعتراض وس لرو خو حوصله ورته کوو. که د بې وسۍ او ویرې په اساس اعتراض نه کوو، دا د زغم معنا نه لري. د زغم څښتن هغه څوک دی چې د اعتراض او مخالفت او میرڅۍ وس لري، مګر له حوصلې کار اخلي او په اصطلاح سینه یې لویه وي. غني خان فرمایلي دي:

چې دې وس د بدو نه وي ته به څه بد به دې څه وي

توبه هله له شرابو چې شراب درته پراته وي

د زغم بله مهمه ځانګړنه دا ده چې د شک پیداوار نه دی. مطلب دا چې که زه په شک کې یم چې الف به سم وي که بې، او په همدې اساس هم د الف شتون ومنم او هم د بې ، دا زغم نه دی. د یوې موضوع په مقابل کې د زغم خبره هاله کولای شو چې یوې نتیجې ته رسېدلي او له شکه راوتلي یو.

Tags

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي.

Back to top button