خبرونهسلايډ

زاخېلوال: د صالح معلومات غلط دي

د ملي امنیت پخواني مشر، امرالله صالح په تورخم کې د افغان او پاکستاني پوله ساتونکو ځواکونو ترمنځ د نښتو په اړه تور پورې کړی و چې په اسلام اباد کې افغان سفیر، عمر زاخېلوال پر تورخم د دروازې له جوړېدو سره موافقه کړې وه.

که څه هم صالح کومې سرچینې ته اشاره نه کوي؛ خو ادعا کوي چې پاکستاني چارواکو دغه لاسوندونه افغان لوري ته وړاندې کړي دي.

صالح ویلي و چې زاخېلوال د پاکستان له لوی درستیز، راحیل شریف سره په لیدنه کې هوکړه کړې چې د کرښې پر سر سخت تدابیر ونیول شي چې، د صالح په خبره «د افغانان له تګ راتګ مخنیوی وکړي».

په اسلام اباد کې افغان سفیر او د ولسمشر ځانګړی سلاکار، عمر زاخېلوال د صالح د څرګندونو په غبرګون کې لیکلي «دا معلومات مطلق او سل په سلو کې غلط دي». ډاکټر زاخېلوال د دغه ډول څرګندونو لامل د امرالله صالح «شدیده ناخبري» او یا «شدیده تنګ نظري» ګڼلې ده.

له وړمې ورځې شپې راهیسې پر تورخم دروازه د افغانستان او پاکستان د پوله ساتونکو ځواکونو ترمنځ نښتې روانې دي چې دواړو غاړو ته یې تلفات هم اړولي. تر دې دمه د نښتو د بندېدو لپاره د لوړې کچې دیپلوماتیکې هڅې نه ترسترګو کېږي.

Tags

Related Articles

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي.

Back to top button