افغانستانسلايډ

زابل: وسله والو ۳۰ لارويان له ځان سره وړي

وسله والو د کابل –کندهار پر لويه لار ۳۰ تنه مسافر له موټرو ښکته کړي او له ځان سره يې وړي دي.

د کندهار امنيتي مسؤولينو رسنيو سره په خبرو کې ويلي دي، چې پېښه نن سهار نږدې ۷ بجې د زابل ولايت د مرکز کلات ښار اړوند په نورک سيمه کې رامنځته شوې ده.

د چارواکو په وينا وسله والو ښه ساعت د سپرليو موټر تالاشي کول، له څو موټرو يې ۳۰ تنه لارويان ښکته کړل او له ځان سره يې نامالوم لوري ته يووړل.

په کندهار کې د ځنو شرکتونو مسؤولانو هم د نوم نه ښودو په شرط رسنيو ته ويلي، چې د شرکتونو موټران يې تالاشي شوي او خلک ترې کښېويستل شوي دي.

خو د زابل چارواکي وايي، د يادې پېښې په اړه هيڅ مالومات نه لري.

ياده دې وي، چې څه موده وړاندې د غزني په ګيلان ولسوالۍ کې داعش وسله والو ۷ تنه هزاره وګړي تښتولي و، چې وروسته يې مړي وموندل شول، د پېښې په غبرګون کې لسګونو زرو هزاره ګانو په کابل کې لاريون وکړ او د حکومت پر ضد يې شعارونه ورکړل.

د ملي وحدت حکومت ولسمشر د لاريون کوونکو هزاره ګانو استازو ته وويل، چې د يادو ۷ تنو د خوشې کولو لپاره افغان ځواکونو ۵۶ عمليات ترسره کړل، خو د ځنو لاملونو له کبله يې په خوشې کولو ونه توانېدل.

Tags

ورته مطالب

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي.

Back to top button