پاموړ

رېښتینی ملګری څوک دی؟

ژباړه: حمیدالله حمیدي
ژوند کټ مټ یوې مېلمستیا ته ورته دی؛ د مېلمستیا لپاره کېدای شي تاسو ډېر کسان دعوت کړئ، کېدای شي ډېر مېلمانه مو ژر راشي او په بېړه بېرته ولاړ شي، برعکس داسې کسان هم شته چې ډېر وروسته راځي او ژر ځي، خو کله کله داسې مېلمانه پیدا کېږي چې ډېر مخکې راشي او تر ډېره درسره پاتې شي، ان بې له دې چې تاسو ترې وغواړئ د ظرفونو په مینځلو کې درسره مرسته کوي. دغه کسان هماغه ستاسو رښتیني ملګري او دوستان دي، خو په بدل کې یې تاسو هم باید داسې څه ترسره کړئ چې د ژوند تر اخره درسره ملګري پاتې شي.
د رښتینو ملګرو ځانګړنې:
۱- رښتینی ملګری د ستونزو په حل کې درسره مرسته کوي
رښتینی دوست یا ملګری هغه څوک دی چې غم او درد مو په سترګو کې له ورایه ویني، خو نور کسان مو یوازې پر شونډو موسکا لیدلی شي. په داسې ملګرو پسې مه ګرځئ چې یوازې ستونزې مو حل کړي، بلکې داسې ملګری ولټوئ چې د غمونو، دردونو او ستونزو تر اخره درسره مل و اوسي او په ګډه ترې را ووځئ.
۲- رښتینی ملګری ستاسو ملاتړی او ساتونکی دی
په ملګرتیا کې زموږ ستونزه له دې ځایه پیلېږي چې موږ د داسې یوه کس په لټه کې یو چې وکولای شي زموږ لپاره یو کار وکړي او تر ډېره ترې د “راکړې” تمه ولرو نه د “ورکړې” او یا د داسې یوه ملګري د موندلو په هڅه کې یو چې موږ له اوسني بد وضعیت څخه را وباسي او تل زموږ په خدمت کې وي. که دا کارونه ونه کړي هغه ته ښه ملګری یا دوست نه وایو او خپلې اړیکې ورسره پرې کوو.
دا خبره تر ډېره بریده سمه ده، خو مناسبه او پر ځای دوستي هغه ده چې دواړه اړخه باید یو ډول وي، څومره چې له خپل دوست څخه تمه لرئ، هومره څه باید له خپله اړخه هم ترسره کړئ.
۳- رښتینی ملګری ستاسو خپلواکۍ ته احترام کوي
“سالم او رښتینی ملګری” د یوه کور په څېر فرض کړئ او تصور وکړئ چې د کور ټول ورونه او کړکۍ خلاصې دي او په ډېرې اسانۍ سره په کې تازه هوا چلېږي او څوک په کې د خپګان احساس نه کوي. که تاسو رښتینی دوست ولرئ، هېڅکله مو د ژوند پر مخ د خوښۍ ورونه او کړکۍ نه بندوي، څو ستاسو د خپګان لامل نه شي.

 

ورته مطالب

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي.

Back to top button