پاموړ

ریال ماډرېډ، پوګبا ته د ۱۳۳ میلیونه یورو وړاندیز کړی

د ریال ماډرېډ لوبډلې تیر کال ځانګړې لاسته راوړنه نه لرله او خپل کلک سیال بارسلونا په وړاندې يي هم ماتې وخوړه. د فیفا په وروستۍ غونډې کې هم زیات شمیر جایزې د بارسلونا لوبډلې خپلې کړې.

ریال ماډرېډ غواړي یو ځل بیا خپله لوبډله پیاوړې کړي چې له همدې امله يي زیدان د دغې لوبډلې او د فرانسې د ملي لوبډلې پخوانی پیژندل شوی او غښتلی لوبغاړی د خپلې لوبډلې مشر روزوونکی په توګه وټاکه.

اوس د ریال ماډرېډ لوبډله د زیدان په مشوره او وړاندیز غواړي راتلوونکي پسرلي لوبو لپاره مشهور او پیژندل شوی لوبغاړی پوګبا د خپلولو لپاره هڅې چټکې کړي.

تیر کال کله چې په دې اړه چې ریال ماډرېډ غواړي پوګبا وپیري راپورونه خپاره شول نو د ریال ماډرېډ لوبډلې یوې اعلاميي خپرولو سره وویل چې د اوس لپاره دوي داسې کوم پلان نه لري.

د زیدان د مشر روزوونکی په توګه تر ټاکل کیدو وروسته د نوموړې د مشورو په پام کې نیولو سره ریال ماډرېډ غواړي د یوونتوس د لوبډلې پیاوړی لوبغاړی پاول پوګبا وپیري.

د ځینو راپورونو پر بنسټ ریال ماډرېډ غواړي ۱۳۳ میلیونه یورو په بدل کې د راتلوونکي پسرلي لوبو لپاره پوګبا خپلې لوبډلې ته جذب کړي.

هیره دې نه وي چې د بارسلونا او منچستر سیټي لوبډلو هم د پوګبا د پیریدلو اراده لري خو ریال ماډریډ غواړي له زیات نه زیات پیسې ورکولو سره د دغې رقابت کټوونکی شي.

Tags

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي.

Back to top button