پاموړ

ريډبول انرژي په کال کې شاوخوا ۶ زره ميليونه کوتيه څښل کېږي!

ريډ بول اينرجي چې پښتو مانا یې سورغويی ده، هر کال تقريباً ۶ زره ميليونه کوتیه په نړۍ کې څښل کېږي، او سږکال یې د خرڅلاو بازار په بې ساري ډول په نړۍ کې ښه شوی دی او ۵۰۱ ميليونه يورو خرڅلاو يې تر اوسه کړی دی، چې د ريډ بول په تاريخ کې ترټولو ريکارډ پلورل دي.
ريډبول په ۱۶۹ هېوادونو کې پلورل کېږي ،خو په ترکيه، سويلي افريقا، سعودي، هند، کويټ او پولېنډ کې سږ کال بيا له ۱۸ څخه تر ۲۵ فيصده يې پلور پورته شوی دی.
ريډبول کمپنۍ په ۱۹۸۷ کې تاسيس شوې ده، او د فوټبال د نړیوالو لوبو او د فرمول ون موټرځغلولو مالي ملاتړ کوونکی دی. د ريډبول مرکزي دفتر په اتريش کې او نړيوال دفتر یې په تايلېنډ کې فعاليت لري، دې مشهور شرکت د فوټبال څو نړيوال کلبونه هم سپانسر کړي دي.

نوراحمد عایل

ورته مطالب

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي.

Back to top button