خبرونهسلايډ

روسیه: نړۍ یو وار بیا د سړې جگړې پر لار درومي

نن (شنبې) د روسیې لومړي وزیر «دیمتري مدویدیو» نړۍ ته گواښ ورکړ چې سړه جگړه یو وار بیا په پیلېدو ده. مدویدیو زیاته کړه چې د اوکراین او د سوریې د کړکېچ تر شا د روسیې ملاتړ د ناټو د دښمنۍ سیاست زېږنده ده.

لومړي وزیر همدارنگه زیاته کړه چې روسیه هره ورځ په دې تورنېږي چې دوی گواکې د ناټو، امریکا او اروپا لپاره گواښ جوړېږي. مدویدیو دا څرگندونې د جرمني د میونیخ ښار په امنیت کنفرانس کې وکړې. ده زیاته کړه چې ولسمشر پوتین په ۲۰۰۷م کې همدې کنفرانس کې د سړې جگړې د بیا پیلېدو گواښ کړی وو چې اوس حالت له وړاندوینې ډېر کړکېچ کې دي.

مدویدیو د سړې جگړې او پخواني شوروي اتحاد له پایه وروسته د ناټو او امریکا پرمختگونه په ختیځې اروپا کې یو گواښ وباله او په کلکو ټکو یې وغندلې. مدویدیو په لویدیځ هېوادونو غږ وکړ چې دوی باید په روسیې باور وکړي. ده زیاته کړه چې اوس ستونزمنه ده چې موږ یو پر بل باور وکړو خو د باور موندنې لپاره باید همدا اوس کار وکړو. مدویدیو همدارنگه د لویديځ او روسیې تر منځ د ښو اړیکو یادونه وکړه. هغه زیاته کړه چې موږ اوس تر ۴۰ کالو مخکې ډېر سره نږدې یو، اوس مو په جرمني کې تر منځ دیوال نشته.

روسیې په ۲۰۱۴م کې د اوکراین «کریمیا» سیمه کې پوځي مداخله وکړه او هغه یې د خپلې خاورې برخه اعلان کړه چې ورسره لویدیځوال غوسه شول او روسیه یې تر کلکو نېوکو لاندې ونېوه.

د امنیت شورا کې د امریکا د بهرنیو چارو وزیر «جان کیري» اوکراین او سوریه کې د روسانو مداخله وغندله.

 

Tags

ورته مطالب

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي.

Back to top button