راپورونهسيمه او نړۍ

روسیه: داعش هڅه کوي خراسان څانګه پیاوړي کړي

د روسیې د امنیتي خدمتونو فدرالي اداره وايي، داعش ډله سوریه او عراق کې په خپله ماتې پوه شوې او اوس هڅه کوي د منځنۍ اسیا شاوخوا، اسیا او افریقا کې ځانته نوې ځالې پیدا کړي.

د روسیې د ایف ایس بي ادارې مشر الکساندر بورنکوف وايي، داعش ډله په اروپا کې هم د جلب و جذب په هڅه کې ده.

نوموړي همدا راز ادعا کړې چې داعش په افغانسان کې د خراسان څانګې ته د پراختیا ورکولو په حال کې دی: (( داعش له افغانستان څخه د فعالیتونو د پراختیا په حال کې دی، انصارالله او د ترکستان اسلامي ګوند سره یې اړیکې غښتلې دي، دوی په سیمه کې ځانته یوه لویه ساحه پیدا کول او جوړول غواړي.))

د یادونې وړ ده چې وړمه ورځ د تاجکستان چارواکو ادعا وکړه چې د افغانستان پولې سره نژدې ۱۵ داعشي ورانکاري وژلي دي.

Related Articles

Back to top button