خبرونه

روسي الوتکو پر سوري ښوونځي او روغتون برید کړی

روسي هوايي ځواکونو نن په سوریه کې پر یوه ښوونځي او دوو روغتونو هوايي برید کړی. د روغتون په برید کې ۲۱ کسان وژل شوي او او دولس کسان ټپیان شوي. تر اوسه د ښونځې د برید د مرګ ژوبلې نه دې معلوم.
دواړه بریدونه د سوريې په مختلفو ښارونو کې شوي. یو یې د اعزاز په سیمه کې او بل یې د الیفو په ښار کې ترسره شوی دی. د اعزاز ښار د روغتون ودانۍ شپږ پوړه ویجاړ شوي.
په لندن کې د سوريې د بشري حقونو د څار ادارې رسنیو ته ويلي :«د اعزاز ښار د روغتون په پېښه کې ۹ کسان وژل شوي چې یو په کې ماشوم دې.»

Tags

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي.

Back to top button