افغانستان

روسيې او تاجکستان افغان پولې ته نږدې پوځي تمرينات پيل کړي

روسيې او ملگري هيواد يې او د شوروي اتحاد پخواني غړي تاجکستان د افغانستان پولې ته نږدې ستر پوځي تمرينات پيل کړي دي. چارواکي وايي، په دې تمريناتو کې لسگونه زره روسي پوځيان گډون لري.

د تاجکستان د دفاع وزارت ویاند نن ويلي، دې تمريناتو کې پنځوس زره تاجک او دوه زره روسي پوځيان گډون لري. نوموړي زياته کړه، روسيې خپل پيلوټان او پراشوټي سرتېري هم دې تمريناتو ته رالېږلي دي.

دا په داسې حال کې ده، چې روسيې نن ورځ له سوريې د خپلو پوځونو د وتلو پرېکړه اعلان کړې ده. روسي پوځيانو له تېر اکتوبر راهيسې سوريه کې عمليات کول، چې ډېر زيان يې ولسي وگړو او د سوريې د دولت منځلارو مخالفينو ته اوښت.

د تاجکستان د دفاع وزارت وياند فريدن محمد علي زاده ويلي: «دې تمريناتو کې يو زر زره پوښ گاډي، توپخانې او درويشت جنگي او ټرانسپورټي الوتکې گډون لري، چې د دې اوونۍ تر پايه به دوام وکړي».

دا لومړی ځل دی، چې د روسيې سرتېري تاجکستان کې پوځي تمريناتو کې گډون کوي. شنونکي وايي، له دې څرگندېږي، چې روسيه د افغانستان د شمالي ولايتونو له نا امنيو اندېښمنه ده.

روسيې پخوا څو ځل گواښ کړی و، چې د اړتيا پر مهال به افغانستان کې د داعش ضد عمليات وکړي. روسيې همدا راز ويلي و، چې وسله والو طالبانو سره به د داعش ډلې ځپلو کې مالي او نظامي مرسته وکړي، خو طالبانو دا خبره رد کړه.

د افغانستان شمالي ولايتونه په دې وروستيو کې د تودو جگړو په ډگرونو بدل شوي دي، چې له امله يې د افغانستان شمالي گاونډيان هم اندېښمن دي.

د روانې مياشتې په پيل کې تاجکستان افغانستان سره پر پوله د تاجک سرحدي ځواکونو او وسله والو تر منځ د نښتې خبر هم ورکړ، چې په ترڅ کې يې يو وسله وال تن او يو د تاجکستان د سرحدي پوليس افسر ووژل شول. تاجک چارواکو دغه وسله وال طالبان وبلل خو طالبانو په دې اړه څه نه دي ويلي. هغوی پخوا ويلي و، چې د افغانستان شمال لور ته پراته ګاونډيان دې د دوی له لوري ډاډه وي.

Tags

ورته مطالب

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي.

Back to top button