افغانستان

روزگان: پوليسو خپل نهه ملگري وژلي دي

د روزگان په دهراوود ولسوالۍ کې پوليسو خپل نهه تنه ملگري وژلي دي او له وسلو سره تښتېدلي دي.

د روزگان امنيه قومندان مل پاسوال غلام سخي روغ لېوني رسنيو ته ويلي دي، پېښه تېر ماښام د دهراوود په سنگر سيمه کې رامنځته شوې ده. نوموړي زياته کړې ده، د سنگر امنيتي پوستې درې تنو پوليسو خپل نهه ملگري وژلي دي او له وسلو سره نامعلوم لوري ته تښتېدلي دي.

خو د روزگان د ولايتي شورا پخواني رييس امان الله هوتکي د پېښې د پخلي تر څنگ ويلي، درې پوليسو له طالبانو سره له اړېکې نيولو وروسته خپل ملگري وژلي او له وسلو سره طالبانو ته ورغلي دي.

طالبانو لا د پېښې په رد يا تاييد کې څه نه دي ويلي.

څو ورځې وړاندې په يوه بله ورته پېښه کې د کندهار په خاکرېز ولسوالۍ کې هم درې پوليسو خپل څلور نور ملگري ووژل او طالبانو ته ورغلل. طالبانو د پېښې مسووليت په خپله غاړه اخيستی و.

Tags

ورته مطالب

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي.

Back to top button