افغانستانسلايډ

روزگان: د بهرنيو ځواکونو هوايي بريد اته افغان پوليس وژلي

د روزگان چارواکو خبر ورکړی، چې د بهرنيو ځواکونو په يوه هوايي بريد کې لږ تر لږه اته تنه افغان پوليس وژل شوي دي. بهرنيو ځواکونو په دې بريد کې د پوليسو يوه پوسته په نښه کړې او له منځه وړې ده.

پېښه د روزگان د مرکز ترينکوټ اړوند ساکي نومې سيمه کې رامنځته شوې ده. د کندهار- روزگان لويې لارې د ساتونکو پوليسو مشر رحيم الله رسنيو ته ويلي، چې پر لويه لار پرته دغه پوسته تېر ماښام د بهرنيو ځواکونو له لوري بمبار شوه.

نوموړی وایي، په لومړي بريد کې يو پوليس او ورپسې دوهم بريد کې اووه نور پوليس ووژل شول. ښاغلي رحيم الله دغه بريد په کلکه وغنده.
د هغه په وينا په نږدې سيمو کې وسله وال پراته دي، خو د امريکايي ځواکونو له لوري نه په نښه کېږي او دا چې ښکاره پوسته ده، بيا يې هم امريکايي ځواکونه بمباروي.

کابل کې د امريکایي ځواکونو وياند جنرال چارلس کلېفلنډ د پېښې پخلی کړی او ويلي يې دي، چې وروسته له هغه پر پوسته بمباري شوې ده، چې يوې ډلې وسله والو ترينکوټ کې پر افغان امنيتي ځواکونو بريد وکړ. «موږ نه پوهېدو چې پر افغان امنيتي ځواکونو بريد کوونکي وسله وال څوک وو، خو افغان امريکايي ځواکونه د دې حق لري چې د ځان د خونديتوب لپاره کسات واخلي».

وسله والو طالبانو هم رسنيو ته د يوه برېښناليک په استولو د پېښې پخلی کړی او څرگنده کړې يې ده، چې وژل شوي کسان پوليس دي.
د يادونې ده، چې پخوا هم د امريکايي ځواکونو له لوري د افغان امنيتي ځواکونو پوستې بمبار شوې دي، چې ډېری مواردو کې يې لاملونه نه دي څرگند شوي. ځينې افغان شنونکي په دې اند دي، چې امریکايي ځواکونه سره له دې چې پوهېږي، هدف يې افغان ځواکونه دي بمبار کوي.

Tags

ورته مطالب

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي.

Back to top button