اسلام

روح له اسلامي ليدلوري

د عبدالله ګل ريام

 

داسلام له نظره، انسان له دوو مختلفو شيانو جوړ شوى دى:

يو هغه چې خورا عظمت لري او معنوي اړخ يې دى او د خداى روح او نفخه ده او بل خاورين کالبد دى.

د انسان د روح نسبت الله تعالى ته يو تشريفي نسبت دى. لکه بيت الله (کعبه) شهرالله (دخداى مياشت) . که نه نوالله تعالى بلا کيف ذات دى، نه جسم دى او نه روح .

لالهانده روح :

کله چې روح د بدن دکوم حس لکه سترګه يا غوږ په واسطه څه شي ته متوجه شي، بدن هغه لور ته کشوي، په يوه حال نه پاتې کېږي او روح لالهانده کېږي، بي لاري کيږي، د مست په څېر خپل تناسب او تعادل بايلي، خوکله چې مستقيماً او په خپله د څه شي په لټه کې شي، په دې حال کې فقط هغه ته چې سپېڅلى او تل پاته دى، متوجه او ورباندې پوهيږي. هغه چې ومومي ورسره نږدېوالى لري. که ورسره نېکمرغي ملګرې وي ورسره پاته کېږي او له لالهانده حالته ژغورل کېږي، ارامتيا مومي او په يوه حال نه پاته کېږي. دروح دا حالت تفکر بلل کېږي.

نېکمرغه روح که له بدن څخه بېل پاتې شي، څه شى يې لمن ونه نيسي، له بدنه په تېښته کې وي. تل په خپل ځان بوخت وي، يعنې دا چې رښتيا هم د حقيقت په لټه کې وي او په دې فکر کې وي، چې مړينه په خلاصه غېږه او پراخه ټنډه مني. داسې روح تر مړينې وروسته داسې ځاى ته رسيږي چې ورسره ورته وي. يعنې نامريي، الهي او تل پاته لور ته مخه کوي. هلته نېکمرغۍ ته رسيږي، له تېروتنې،ناپوهۍ، وېري، شهوت او ټولو نيمګړتياوو او د بشري طبيعت له بديو ازادېږي. لکه څرنګه چې داسرارو ياران وايي: “د خداى په جوار کې ژوند تېروي”.

په قرآن کريم کې تر شل ځايه ډېر د روح يادونه شوې ده .لکه :

وَآتَيْنَا عِيسَى ابْنَ مَرْيَمَ الْبَيِّنَاتِ وَأَيَّدْنَاهُ بِرُوحِ الْقُدُسِ.(87 – بقره)

وَآتَيْنَا عِيسَى ابْنَ مَرْيَمَ الْبَيِّنَاتِ وَأَيَّدْنَاهُ بِرُوحِ الْقُدُسِ.(البقره- 253)

وَكَلِمَتُهُ أَلْقَاهَا إِلَى مَرْيَمَ وَرُوحٌ مِّنْهُ.(النساء ١٧١)

إِذْ قَالَ اللّهُ يَا عِيسى ابْنَ مَرْيَمَ اذْكُرْ نِعْمَتِي عَلَيْكَ وَعَلَى وَالِدَتِكَ إِذْ أَيَّدتُّكَ بِرُوحِ الْقُدُسِ.(المائده-١١٠)

وَلاَ تَيْأَسُواْ مِن رَّوْحِ اللّهِ إِنَّهُ لاَ يَيْأَسُ مِن رَّوْحِ اللّهِ إِلاَّ الْقَوْمُ الْكَافِرُونَ.( يوسف-87)

فَإِذَا سَوَّيْتُهُ وَنَفَخْتُ فِيهِ مِن رُّوحِي فَقَعُواْ لَهُ سَاجِدِينَ.(29 الحجر)

يُنَزِّلُ الْمَلآئِكَةَ بِالْرُّوحِ مِنْ أَمْرِهِ عَلَى مَن يَشَاء مِنْ عِبَادِهِ.( النحل-2)

قُلْ نَزَّلَهُ رُوحُ الْقُدُسِ مِن رَّبِّكَ بِالْحَقِّ …(النحل-102)

وَيَسْأَلُونَكَ عَنِ الرُّوحِ قُلِ الرُّوحُ مِنْ أَمْرِ رَبِّي وَمَا أُوتِيتُم مِّن الْعِلْمِ إِلاَّ قَلِيلاً.( اسرى-85 )

فَأَرْسَلْنَا إِلَيْهَا رُوحَنَا فَتَمَثَّلَ لَهَا بَشَرًا سَوِيًّا.( مريم-17)

وَالَّتِي أَحْصَنَتْ فَرْجَهَا فَنَفَخْنَا فِيهَا مِن رُّوحِنَا …(الانبيا-٩١)

نَزَلَ بِهِ الرُّوحُ الأَمِينُ .( شعراء-193)

ثُمَّ سَوَّاهُ وَنَفَخَ فِيهِ مِن رُّوحِهِ … (سجده-9)

فَإِذَا سَوَّيْتُهُ وَنَفَخْتُ فِيهِ مِن رُّوحِي فَقَعُوا لَهُ سَاجِدِينَ.(ص 72)

رَفِيعُ الدَّرَجَاتِ ذُو الْعَرْشِ يُلْقِي الرُّوحَ مِنْ أَمْرِهِ … (غافر-١٥)

وَكَذَلِكَ أَوْحَيْنَا إِلَيْكَ رُوحًا مِّنْ …(شورى- 52)

أُوْلَئِكَ كَتَبَ فِي قُلُوبِهِمُ الإِيمَانَ وَأَيَّدَهُم بِرُوحٍ مِّنْهُ …. (مجادله-٢٢)

وَمَرْيَمَ ابْنَتَ عِمْرَانَ الَّتِي أَحْصَنَتْ فَرْجَهَافَنَفَخْنَافِيهِ مِن رُّوحِنَا.(التحريم-12)

تَعْرُجُ الْمَلاَئِكَةُ وَالرُّوحُ إِلَيْهِ فِي يَوْمٍ ….( المعارج-4)

يَوْمَ يَقُومُ الرُّوحُ وَالْمَلاَئِكَةُ صَفًّا …(النباء-٣٨)

تَنَزَّلُ الْمَلاَئِكَةُ وَالرُّوحُ فِيهَا بِإِذْنِ رَبِّهِم مِّن كُلِّ أَمْرٍ.(العلق-٤)

د دې اياتونو له معنى معلومېږي، چې له روح څخه مطلب ډېر شيان دي، مثلاجبرائيل، انجيل، اسم اعظم، مهرباني، رحمت، په خپله روح چې د رب حکم(امر) بلل شوى دى، وحې، قرآن کريم او مرسته .

نفس

نَفَس: په لغت کې ساه، شېبه او دقيقه معنى کيږي، جمع يې انفاس دى.

نَفس : په لغت کې د روح، ذات، هستي، حقيقت، اصليت، اصل شي، نفساني غوښتنې په معنى دى او جمع يې نفوس ده.

په قرآن کريم کې د نفس تورى (٢٨٠) ځله په مفرد، جمع او نورو صيغو راغلى دى.

په لغت کې نفس : ځان، روح، روان او د ژوندي بللو ښوونکى دى .

په اسلامي علومواو قرآن کريم کې، د انسان د حرکت او افکارو جهت ورکوونکي ته ويل کېږي. د انسان ډېر کړه وړه د نفس په پيروۍ ترسره کېږي. په قرآن کريم کې څلور ډوله نفس ته اشاره شوې ده:

اماره :” إِنَّ النَّفْسَ لأَمَّارَةٌ بِالسُّوءِ إِلاَّ مَا رَحِمَ رَبِّيَ. “(يوسف-٥٣)

بېشکه ځان (نفس) بدي خوښوي، مګر داچې زما رب رحم وکړ.

لوامه : وَلاَ أُقْسِمُ بِالنَّفْسِ اللَّوَّامَةِ .(القيامة-٢)

او لوړه په ملامت کوونکي نفس (چې په بدي ملامتي کوي).

داهغه نفس دى چې نيکي وکړي هم وايي، ما څه کړي دي، اخلاص په کې نه و او داسې خرابي په کې وه. که ګناه وکړي نو خورا زيات ورباندې پښيمانه وي . له ابن عباس اوحسن رضى الله عنهما څخه په درمنثور کې روايت شوى دى، چې په دې اعتبار نو دا په نفس مطمئنه کې هم راځي.

لوامه نفس په اخلاقو او خبرو اترو کې وجدان هم بلل کېږي.

ملهمه نفس: وَنَفْسٍ وَمَاسَوَّاهَا.فَأَلْهَمَهَا فُجُورَهَا وَتَقْوَاهَا.(الشمس:٧-٨)

هغه چې ورته الهام کېږي، خو مفسرينو د نفس په بېلو صفتونو کې شمېرلى نه دى. بلکې مطلبيې عام دى چې فجور او تقوى دواړه ورته رسيږي. (تفسير دي وکتل سي . معارف القرآن )

مطمئنه :يَا أَيَّتُهَا النَّفْسُ الْمُطْمَئِنَّةُ ارْجِعِي إِلَى رَبِّكِ رَاضِيَةً مَّرْضِيَّةً .

(الفجر:٢٧-٢٨)

اې ډاډه نفسه!ورځه خپل رب ته ورشه خوښ اوسه،ځکه چې الله در څخه خوښ دى .

ورته مطالب

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي.

Back to top button