خبرونهسلايډسيمه او نړۍ

روحاني: سعودي خپل «ستر جرم» نه شي پټولای

د ایران ولسمشر حسن روحاني د سعودي او د سیمې د ځینو نورو هېوادونو د ډيپلوماتیکو اړیکو له پریکون وروسته توندې څرگندونې وکړې. روحاني وویل: «سعودي د ډيپلوماتیکو اړیکو په پریکولو سره د شیعه ستر عالم نمر النمر اعدام «ستر جرم» نشي پټولای.»

سعودي د جمعې په ورځ شیعه عالم نمر النمر له ۴۶ تنو کسانو سره یوځای اعدام کړل. د سعودي له دې کړنې وروسته د سیمې په ځینو شیعه مېشتو هېوادونو کې لاریونونه وشول. په تهران او مشهد ښارونو کې دغه لاریونونه په تاوتریخوالي واوښتل او لاریون‌کوونکو د سعودي سفارت او کونسلگرۍ ته اور ورته کړ. د دې په غبرگون کې سعودي د شنبې په ورځ له ایران سره د خپلو ډیپلوماتیکي او وروسته د جمعي په ورځ د اقتصادي اړیکو د پریکون اعلان وکړ.

حسن روحاني د ډنمارک د بهرنیو چارو له وزیر سره په کتنه کې وویل چې د سعودي د ډیپلوماتیکي اړیکو پریکون د تمي خلاف کار وو. دا په داسي حال کې ده چې تمه کېده د سوریې د شخړې د حل لپاره به سعودي او ایران د جنورۍ په مياشتو کې د سولې په اړه خبرو ته کېناستل. په ملگرو ملتونو کې د سعودي دایمي استازی عبدالله مولومي نیویارک کې رسنیو ته وویل چې د ایران سره د اړیکو په پریکون کې به د سوريي د سولې خبرو ته کوم زیان ونه رسېږي. سعودي وايي د سوريې د ستونزې د حل لپاره به کوښښونو ته دوام ورکړي.

Tags

ورته مطالب

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي.

Back to top button