افغانستانخبرونهسلايډسيمه او نړۍ

رباني: د سولې خبرو کې ځنډ طالبان څنډې ته کوي

کابل نن د افغان سولې اړوند د څلور اړخیزې ناستې د دویمې غونډې کوربه و. د افغانستان او پاکستان د بهرنیو چارو مرستیال وزیرانو او د امریکا او چین ځانگړو استازو په دغو خبرو کې گډون درلود. پخوا ویل شوي و، چې په دویمه څلور اړخیزه ناسته کې به له وسله والو طالبانو سره د سولې خبرو اترو پر تگلارې بحث او خبرې کېږي.

نننۍ ناسته د افغانستان د بهرنیو چارو وزیر، صلاح الدین رباني په پرانیستونکې وینا پیل شوه. رباني هیله څرگنده کړه چې نننۍ ناسته د اسلام اباد له ناستې رامنځته شوی وضعیت وغځوي.

رباني وویل، چې له طالبانو غواړي چې د سولې خبرو مېز ته راشي تر څو دواړه غاړي وکولی شي ټول سیاسي اختلافونه اوار کړي. رباني وړاندې وویل: «د سولې مېز ته هر ډول ځنډ به طالبان منزوي کړي».

صلاح الدین رباني وايي، هغه طالبان چې د سولې روانو خبرو برخه نه کېږي، ښيي چې له یوه «حاکمیت لرونکي، خپلواک او سوله ییز افغانستان ملاتړ نه کوي».

د بهرنیو چارو وزیر وویل، د سولې یوه گټوره تگلاره ښايي پر سختو شرطونو ټینگار ونه لري، خو د جدي پابندۍ په موخه باید «سرې کرښې» ورته وکاږل شي تر څو ثابته شي چې د سولې بهیر پایله ورکوي.

رباني د سولې خبرو پر مېز د شرطونو په توگه د افغانستان اساسي قانون، د وروستیو څوارلسو کلونو لاسته راوړنې او د ښځو حقونه یاد کړل.

په بهرنیو چارو کې د پاکستان د لومړي وزیر سلاکار، سرتاج عزیز تېره اوونۍ د لومړنۍ څلور اړخیزې ناستې پر مهال په اسلام اباد کې ویلي و، طالبانو ته دې د خبرو وړاندیز وشي او وړاندې له دې چې هغوی یې په اړه غبرگون وښيي، د پوځي گامونو پورته کولو گواښ به مثبته خبره نه وي او همداراز د سولې تگلاره باید واقعبینانه او انعطاف منونکې وي.

داسې ښکاري چې طالبانو سره د خبرو په تړاو د دواړو هېوادونو په لیدلوریو کې لا هم جدي اختلافونه پر ځای پاتې دي.

Tags

ورته مطالب

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي.

Back to top button