راپورونهروغتياسلايډ

راپور: په څلورو افریقايي هیوادونو کې پولیو د واکسین نه ګزڼ رامنځته شوی

لندن انلاین، په څلور افریقايي هیوادونو(نايجریا،کانګو،منځني افریقا جمهوریت او انګولا) کې د خولې له لارې ورکړل شوي واکسین له امله شلوالی یا ګوزڼ رامنځته شوی، د روغتیا نړیوالې ادارې شمیرې ښي د ګوزڼ زیاتې پیښې د ګوزڼ د وایروس له امله نه بلکې د هغه ژوندی انتیجن څخه رامنځ ته کیږي چې ماشومانو ته د خولې له لارې ورکول کیږي.

تېره اونۍ د روغتیا نړیوالې ادارې(WHO) یو داسې راپور نشر کړ چې له امله د افریقا په څلورو هیوادونو نايجریا،کانګو،منځني افریقا جمهوریت او انګولا کې نهه داسې پيښې ثبت کړي چې له امله د خولې لارې واکسین کې د وایروس له امله ګوزڼ رامنځته شوی، دغه راپور په داسې حال کې نشریږي چې داسې ډیرې پیښې په افغانستان او پاکستان کې هم ثبت شوي چې ماشومانو د خولې له لارې مکمل ډوز واکسین اخیستی خو بیا هم ګوزڼ شوي، د روغتیا پوهان هم دا مني چې داسې نادرې پیښې کله کله کیږي چې په واکسین کې ژوندی وایروس ددې جوګه شي چې ناروغتیا رامنځته کړي.

خو په اوس کې دغه نهه ماشومان په واکسین کې موجود ټایپ ۲ وایروس نه ناروغ شوي د پولیو ټایپ ټو وایروس پخوا وه خو اوس نشته او له دغه وایروس څخه په کوچنیانو کې د ګوزڼ د مخنوي استفاده کیږي.

د پولیو ناروغتیا یو خطرناکه ناروغۍ ده چې د مردارو اوبو او خرابو خوړو کې وي چې د پنځه کلونو کم عمره ماشومان ښکار کوي، دغه پیښې ډیرې بوږنونکې دي ځکه په ملیاردونه ډالر په دې واکسین مصرف کیږي خو نتیجه يې برعکس راوزي چې دا خپله د پولیو ضد ادارې ته یو چلنج ده.

ورته مطالب

Back to top button